د هېواد سترې محکمې د کابل د څرخي پله له زندانه د څه باندې ۴۰۰ بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړ.
د سترې محکمې د پلټنې ریاست مرستیال عبدالولي محمود وايي، دغه بندیان د اسلامي امارت د رهبر د فرمان پر بنسټ چې، د کوچني اختر په مناسبت صادر شوی، ازاد شوي دي.
ښاغلی محمود زیاتوي چې، د دې لړۍ په ترڅ کې به له اختر وړاندې د هېواد له ټولو بندخونو نور بندیان هم خوشي شي.
د سترې محکمې د پلټنې ریاست مرستیال وايي:«مجموع تعداد یې ۴۰۶ کسان دي، په دې کې ۳۳۸ نفره نارینه،۴۰ تنه ښځينه او ۲۸ تنه ماشومان شامل دي.»
له عدلي او قضايي ارګانونو سره د اړیکو رییس عبدالله حقیق هم څرګندوي:«زموږ موخه دا ده چې هغه بندیان چې ازادېږي او یا هم په بند کې دي، دا د دوی د ناوړه او د شریعت خلاف کړنې دي چې دوی یې دلته را رسولې دي.»
د سترې محکمې د پلټنې ریاست د مرستیال په خبره، د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې د ځينو نورو بندیانو د بند په موده کې هم تخفیف راغلی دی.
ورته مهال د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالیسۍ او مسلکي مرستیال عبدالله همدرد ټینګار کوي چې ازاد شوي زندانیان د جنايي او نورو جرمونو له امله بندیان شوي وو.
ښاغلي همدرد په دې هکله وویل:«دغه بندیان چې نن ازادېږي، ستاسو خپلو کورنیو ته در ستنول کېږي، نو له تاسو څخه دا غواړو چې په راتلوونکي کې بیا دوی ته د دغسې کړنو اجازه ورنهکړي چې هغه د قانون او شریعت خلاف وي او ټولنې ته د شرف او فساد لامل کېږي.»
د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال وايي، په زندانونو کې د بندیانو د شکنجه کېدو اجازه چاته نه ورکوي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال حبیبالله بدر څرګندوي:«څوک به ثابته نهکړي چې شکنجه شوی او ټکول شوی او نه مو دا اجازه چا ته ورکړې، او نه یې ورکوم.»
ازاد شوی بندي شاه رحمان انس هم وايي:«له روغتیايي پلوه، له تعلیمي پلوه هر څه هلته برابر وو، هلته کوم محدودیت نهو.»
د سترې محکمې د پلټنې ریاست مرستیال همداراز زیاتوي، ټاکل شوې چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې به د هېواد له بېلابېلو بندخونو شاوخوا ۲۰۰۰ بندیان خوشې شي.
په دې اړه مو اندونه