Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارګ د محمد محقق وروستۍ څرګندونې د ملي ګټو په خلاف وبللې

ولسمشرۍ ماڼۍ نن مازدیګر (چهارشنبې د لیندۍ په ۸ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اجراییه رییس د دویم مرستیال وروستۍ څرګندونې د ملي ګټو په خلاف بولي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له اوږدې مودې راهیسې د داعش په ګډون د ترهګریزو ډلو پر ضد سخته او جدي مبارزه کوي او په دې لاره کې یې بې شمېره قربانۍ ورکړې دي.

حکومت تل د ترهګریزو ډلو د نفوذ د زیاتېدو او د پلانونو د عملي کېدو مخنیوی کړی او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه همدا اوس  د داعش او نورو تروریستي ډلو پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي.

په تهران کې د اجراییه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق وروستۍ څرګندونې د افغانستان بهرني سیاست، ملي ګټو، ثبات و امنیت اونافذه قوانینو سره په ټکر کې دي او په هېڅ وجه د افغانستان دولت د نظریاتو استازیتوب نه کوي.

دا نظریات باید په هېڅ وجه د شخړې او خدای مه‎کړه زموږ د خلکو تر منځ د نفاق لامل نه‎شي. د افغانستان دولت دغه څرګندونې د هېواد د ملي ګټو او  نافذه  قوانینو  په رڼا کې په جدي ډول څېړي.

د افغانستان قوانین یواځې د ملي واکمنۍ او د هېواد د ویاړلي بیرغ په چوکاټ کې د هېواد وګړو ته د عسکري او نظامي خدمت جواز ورکوي او بس. حکومت څرګندوي چې افغانستان هېڅ کله په نیابتي جنګونوکې ښکېل نه وو او نه به هم اجازه ورکړي چې دغه هېواد په راتلونکي کې، د نیابتي جګړو په ډګر بدل شي.

د افغانستان دولت ژمن دی د خپلو هغو وګړو ستونزې چې په نورو هېوادونو کې په شخړو کې شامل دي، په سیمه کې د نړیوالو موازینو پر اساس د پوهاوي او متقابل درناوي له لارې،حل کړي.

 ملي یووالي حکومت له ټولو ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هېوادونو سره له دولت سره د دولت د اړیکو د اصل پر مبنا ښه مناسبات لري او د دغو اړیکو د لا پراختیا لپاره یې عملي ګامونه اخیستي او په راتلونکي کې به هم د هغو د پیاوړتیا لپاره اقدامات وکړي.

د اجراييه رییس دویم مرستیال محمد محقق تهران ته په خپل سفر او د «اهل بیت مینه‎والو» تر نامه لاندې غونډه کې د جنرال قاسم سلیماني څخه چې په سوریه کې د فاطمیون لښکر یو له طراحانو اوهمدارنګه د افغانانو په شمول له هغه سرتېرو مننه وکړه چې په دغې جګړه کې ګډون کوي.

جنرال قاسم سلیماني په سوریه کې د فاطمیون لښکر د جوړېدو یو له اصلي طراحانو څخه بلل کېږي چې افغان کډوال په سوریه کې جګړې ته هڅوي.

محمد محقق په دې اړه وویل:«له ټولو جنګیالیو څخه چې په دغو جګړو کې ګډون کړی، که هغو له عراق، سوریې، ایران، افغانسان، پاکستان او د نړۍ له هرې برخې چې په دغې جګړه کې ونډه اخیستې، په حقیقت کې د کفر په وړاندې د اسلام جګړه وه د هغوی له بریا د زړه له کومې مننه وکړم. او همدارنګه د قاسم سلیماني او سید حسن نصرالله ونډه ډېره ډاګیزه وه.»

د مشرانو جرګې مشر د سې‎شنبې په ورځ د محمد محقق څرګندونې د شرم وړ وبللې او وې ویل د بدبختیو رامنځته کول او د افغانستان د خلکو په وړاندې د ښاغلي محقق درېدل ملي خیانت بولي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه څرګندونې د افغانستان د خلکو په منځ کې د هېڅ ډول د شخړو او نفاق لامل نه شي.

شریک یي کړئ