Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارګ: که چېرې طالبان اوربند ومني مستقیم او مخامخ مذاکرات به پیل شي

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي که چېرې طالبان د اوربند په اړه د امریکا وړاندیز ومني، د حکومت او طالبانو ترمنځ به مستقیمې او مخامخ خبرې پیل شي.

صدیقي زیاتوي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ماښام د بګرام په پوځي اډې کې د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر غني تر کتنې وروسته، د سولې بهیر کې د افغان حکومت پر ونډې او مالکیت ټینګار کړی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څرګنده کړه:«زموږ هیله دا ده چې طالبان هم د اوربند ملنو په برخه کې کار وکړي. که چېرې واقعاً ژمنه لري چې له جګړې لاس واخلي - زموږ په باور - ښه موکه ده چې دوی دغه موکه له ومني.»

که څه هم ولسمشر ټرمپ اوربند ته د طالبانو له لېوالتیا خبر ورکړی؛ خو په کابل کې د طالبانو یو شمېر مخکیني غړي وايي تر هغې چې، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه ونه شي او د افغانانو تر منځ خبرې پیل نه شي، دغه ډله به اوربند ته غاړه کې نه ږدي.

د طالبانو د دورې لوی څارنوال مولانا جلاالدین شینواری څرګندوي:«لومړنی هوکړه لاسلیک کېږي او له هغې وروسته اوربند اعلانېږي. د هوکړه لیک د لاسلیک لپاره د طالبانو منطق او لوی راز دا دی چې دغه ډله د امریکا له خوا ډاډ ترلاسه کړي - اعتماد جوړونه وشي او وروسته اوربند اعلان شي.»

د حزب اسلامي د رهبرۍ غړی همایون جریر وايي:«افغانستان ته د ټرمپ د سفر په اړه د طالبانو عکس العمل هم ډېر عجیب و؛ هغوی یوازې وویل چې ښاغلی ټرمپ له وخت مخکې دا مطلبونه ویلي دي.»

له بل لوري، د ناټو سر منشي له هغه څه چې، د امریکا او طالبانو تر منځ اړیکې بولي، هر کلی کوي.

د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ زیاتوي:«د امریکا او طالبانو تر منځ له اړیکو هرکلی کوم. دغه هغه څه دي چې، امریکا د ناټو له نورو متحدینو سره په منظمه توګه پرې سلامشورې کوي. د بهرنیو چارو وزیر په لنډه توګه متحدین په جریان کې پرېښودل. زلمي خلیلزاد هم دغه کار وکړ. موږ تل په دې اړه سلامشورې کوو؛ ځکه، په افغانستان کې یوازې امریکا نه ده او باید په یاد ولرو چې، له ناټو غړو هېوادونو پرته د نورو هېوادونو سرتېري هم په هغه هېواد کې حضور لري. افغانستان لا هم په بهر کې زموږ تر ټولو لوی ماموریت دی؛ نو افغانستان د ناټو د قوت ښکارندويي کوي؛ ځکه، متحدین او نور همکاران یې سره راټول کړي څو یوې لویې ننګونې ته چې، د ترهګرو امن پټن‎ځای باندې د افغانستان د بیا بدلېدو مخنیوی دی، رسېدنه وکړو.»

د سولې له بهیره یو شمېر مالومات لرونکي کسان وايي لا هم په دوحه کې د امریکا او طالب استازو تر منځ غیر رسمي خبرې روانې دي څو د رسمي خبرو د بیا پیل لپاره موکه برابره کړي.

د ولسمشر ویاند زیاتوي: که چیرې طالبان د افغانستان د جګړې د پای لپاره لیواله وي؛ نو باید اوربند وکړي.

شریک یي کړئ