د ولسي جرګې ځينې غړي، د ولسمشر پر فرمان د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر پیل ناسم او په هېواد کې د یوه نوي کړکېچ پیل ګڼي.
دغه استازي وايي چې له ملي اجماع څخه پرته د ولسمشر له خوا د دغه بهیر پیل، د ولسمشر د ظلم څرګندويي کوي.
هغوی ګواښ کوي چې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ تذکرې نه اخلي.
د ولسي جرګې یوه غړي وویل:« د ننه په ارګ کې یوه کړۍ چې شمېر یې د یوه لاس ګوتو ته هم نه رسېږي، نن یې افغان ملت برمته نیولی او هېواد د کړکېچ په لور بیايي.»
د ولسي جرګې بل غړی ظهیر سعادت هم وايي:«برېښنايي پېژندپاڼه، لکه څرنګه چې دننه په ارګ کې وېشل شوې هملته دې پاتې شي له هغه ځایه دې بهر ته خپره نهشي چې خلک به جدي غبرګون وښيي.»
خو د جرګې یو شمېر نور غړي بیا د برېښنايي تذکرو د وېش له بهیره هرکلی کوي او له هغې سره هر ډول مخالفت د هېواد د ملي ګټو پرخلاف او د بهرنیو هېوادونو په ګټه بولي.
د ولسي جرګې غړی انجینیر صاحب خان په دې اړه څرګنده کړه:« په تېرو وختونو کې له ختیځه د خراسان نوم را پورته کېده، اوس دغه نوم له بدخشانه راوځي دا یوه دسیسه ده.»
د ولسي جرګې بل غړی منور شاه بهادري په ډاګه کوي:«موږ د افغانانو په توګه چې په افغانستان کې ژوند کوو باید یو بل ته لاس ورکړو او د وروڼو په څېر سره ژوند وکړو.»
د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر په تړاو بحثونه زیاتېږي تر دې چې د ولسي جرګې یو شمېر غړو له لفظي شخړې وروسته د فزیکي شخړې هڅې وکړي خو د جرګې اداري پلاوي دا جنجال پای ته ورساوه.