Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسپر: شونې ده له سولې مخکې هم د امریکايي ځواکونو شمېر کم شي

د امریکا دفاع وزیر ویلي له وسله والو طالبانو سره د سولې له هوکړې مخکې هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کم وي. 

مارک اسپر ویلي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان ورته ویلي د امریکايي سرتېرو د شمېر په کموالي سره به له ترهګرۍ سره د مبارزي او دغه راز د افغان ځواکونو د روزني بهیر کې به هېڅ خنډ را منځته نه شي. 

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې د اټکلیز لاسلیک پر مهال، د امریکا دفاع وزیر ویلي چې، پنټاګون کولی شي له یادې ډلې سره د سولې هوکړې ته له رسېدو مخکې او یا هم وروسته، په افغانستان کې خپل ځواکونه کم کړي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وویل:«زه له ډېر وخته وایم، فکر کوم چې کولای شو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړو؛ ځکه قومندان مېلر باوري دی چې، کولای شي د ترهګرۍ ضد ټول مهم ماموریتونه او همداراز د افغان ځواکونو د روزنې، سلامشورو ورکړو او مرستې هم په همدې شمېر ځواکونو سره ترسره کړو؛ څو ډاډ ترلاسه کړو چې، افغانستان به بیا هېڅکله هم د ترهګرو لپاره پر امن پټن‎ځای بدل نه شي.»

نوموړی همداراز زیاتوي په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه به د چین د نفوذ پر وړاندې د سیالۍ او نورو ماموریتونو لپاره سره یو لاسي شي.

ښاغلي اسپر څرګنده کړه:«زه غواړم پر یوه کم شمیر ګوته کیږدم؛ ځکه غواړم دغه ځواکونه بیرته خپلو کورونو ته ستانه کړم او هغوی به د بیرته راګرځېدنې ماموریت لپاره نورې زده کړې هم ترلاسه او هغوی به هند او آرام سمندر ته ولیږل شي څو د لویو ځواکونو تر منځ د سیالۍ په لړ کې د چین پر وړاندې وکارول شي. »

بلخوا د امریکې سناټور لینډزي ګراهام وايي:«زه فکر کوم چې له پاکستان سره د ولسمشر ټرمپ اړیکې کولی شي اوسنی وضعیت په داسې توګه بدل کړي چې، په رېښتیا به د سولې ټینګښت بهیر ګړندی کړي. ټول پر دې پوهېږو که چېرې پاکستان پر طالبانو ډېر فشار اچولی وای؛ نو د سولې په بهیر کې به یې ډېره مرسته کړې وای.»

له دې سره سم، افغان حکومت له هېواده د بهرنیو ځواکونو پر مسوولانه وتلو ټینګار کوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل:«سناټور ګراهام د وضعیت ډ څېړلو لپاره افغانستان ته سفر وکړ په ځانګړې توګه دا چې امریکايي ځواکونه په تدریجي او مسوولانه توګه ووځي د خبرو یوه برخه وه.»

له بل لوري، طالبانو ته نږدې سرچینې په راتلونکې اوونۍ کې د امریکا او طالب استازو تر منځ د هوکړې له اټکلیز لاسلیکه خبر ورکوي.

د طالبانو مخکینی غړی سیداکبر اغا څرګندوي:«مذاکرات چې پیل شي او د هوکړه لیک په اړه چې لاسلیک شي؛ ډېره شونې ده چې دا کار به په راتلونکې اوونۍ کې وشي.»

په قطر کې د امریکا او طالب استازو تر منځ خبرې له څو ورځو راهیسې د دواړو خواو له مشرانو سره د سلامشورو لپاره درول شوي؛ خو مالومات لرونکې سرچینې زیاتوي چې، دغه خبرې به ښايي تر راتلونکو دوو ورځو پورې بیا پیل شي.

امریکا په پام کې لري په افغانستان کې د خپلو ۱۳ زره سرتېرو له ډلې څلور زره يې له افغانستان څخه وباسي. خو افغان حکومت بیا له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د مسئولانه وتلو غوښتونکی دی. 

شریک یي کړئ