نشهیي توکي هغه ورانوونکي ښکارنده ده چې په هېواد کې د سلګونه زره تنو پر روږیدي کېدو سربېره یې د افغان دولت پر ضد جګړه هم توده ساتلې ده.
اخوا د حکومت اجراییه رییس هم دا خبر منلې او ویلي یې دي چې د هېواد په شمال کې د کوکنارو کښت ۴۰۰ په سلو کې زیات شوی دی.
عبدالله عبدالله د نړۍ او سیمې پر هېوادونو غږ کوي، چې له نشهیي توکو سره د مبارزه لپاره دې له افغانستان سره همکاري وکړي.
ښاغلي عبدالله څرګنده کړه:«داسې شمېرې شته چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تولید ۹۰ سلنه زیاتوالی ښي او همدارنګه کله چې نقشې ته ګورې د «یو ان او ډي سي» د رپوټ پر بنسټ د افغانستان په شمال کې د کوکنار کښت او د نشهيي توکو تولید کابو ۴۰۰ سلنه زیاتوالی لرلی دی.»
اوس د نشهيي توکو پر ضد له اولس کلنې مبارزې او د مېلیونونو ډالرو له لګښت وروسته په دې برخه کې د پالیسۍ او تګلارو پر بدلون ټینګار کېږي.
ځکه د دغو ټولو کلونو په تېرېدو سره نه یوازې دا چې د نشهیې توکو کرکیله او تولید کم شوی نه دی بلکې د هر کال په تېرېدو لا زیات شوی دی.
اجرايي رییس زیاته کړه:« ۴۰ سلنه شمېر که څه هم ټیټ او یا لوړ وي یا هم د افغانستان د جګړې د تمویل ۶۰ سلنه ښيي چې په دې برخه کې زموږ هڅې ډېرې او متمرکزې وي.»
په دې لړ کې د نشهیې توکو ربړه نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره یو ګواښ بلل کېږي.
له همدې امله له نشه یي توکو سره د مبارزې وزیره په سیمه او نړۍ کې له نشه یې توکو سره د مبارزې لپاره د ټولو د یو موټي کیدو غوښتنه کوي.
له نشهيي توکو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي په دې اړه وايي:«په تیته او خوره توګه د دولتونو مبارزه دا ستونزه نه شي حل ولای او د دغې ستونزې د حل لپاره باید هېوادونه د یو بل تر څنګ د هغه پر ضد مبارزه وکړي.»
افغانستان په نړۍ کې د نشهیې توکو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد ګڼل کېږي او په نېږدې دوه لسییزو له دغې ښکارندې سره د مبارزې په برخه کې مثبتو پایلو ته نه رسېدل له نیوکو او پوښتنو سره مخ شوي دي.