ټاکل شوې افغان او پاکستاني دیني عالمان افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د دریځ څرګندولو په موخه نن(جمعه د تلې په ۶مه نېټه) په اسلام اباد کې ګډه ناسته وکړي.
د پاکستانیو رسنیو د راپور له مخې د سولې عالي شورا مرستیال عبدالرحمان سلیم په مشرۍ اووه کسییز پلاوی اسلام آباد ته رسېدلی دی. د دغه رپوټونو له مخې دوی به افغانستان کې د روانو تاوتریخوالو او جګړې په اړه خبرې اترې وکړي.
ویل شوي چې دغه ناسته د افغانستان ـ پاکستان د سولې ګډ پروګرام یوه برخه ده.
اسلام آباد کې د دیني علمانو ناستې پرېکړه افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمود قریشي د سفر په ترڅ کې شوې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي (د وږي۲۴مه) کابل ته راغلی وو.