Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان پوځي پلاوی پېښور ته تللی

د پاکستان د ملي پوځ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان د ملي پوځ یو پلاوی د جمعې په ورځ پېښور ته راغلی دی.

د پاکستان د ملي پوځ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه ۷ کسیز پلاوی د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د قومندان محمد زمان وزیري پر مشرۍ په پېښور کې د پاکستان له پوځي چارواکو سره یې لیده کاته کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه پلاوي له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو مسایلو،له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سرحدونو د سمې ادارې د میکانیزم په اړه خبرې اترې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ازغن مزي او د پوستو جوړول پیل کړي دي، خو افغان چارواکي وايي چې پاکستان په ځینو برخو کې دغه تاسیسات د افغانستان په خاوره کې جوړ کړي دي.

افغان پوځي پلاوی پېښور ته تللی

پاکستان د روان زیږدیز کال په مارچ میاشت کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو او تر ګواښ لاندې سیمو کې د ازغي لرونکو مزو غځول پیل کړي وو.

شریک یي کړئ