Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا تېرو ۳ میاشتو کې ترټولو زیات بمونه افغانستان کې کارولي

د امریکا متحده ایالاتونو پوځ د روان زیږدیز کال په درېیو میاشتو کې د تېرو ۱۵ کلونو په پرتله افغانستان کې تر ټولو ډېر بمونه کارولي دي.

د امریکا دفاع وزارت شمېرې ښیې چې په تېرو درېیو میاشتو کې بهرنیو ځواکونو افغانستان کې ۱زرو ۱۸۶ بمونه د هوا له لارې د ترهګرو پر ضد کارولي دي.

د افغانستان کې د تېرو ۱۷ کلونو جګړې په پرتله د امریکا لخوا د بمونو زیاته کارونه ښیې چې د آسیا سویل په  اړه د امریکا متحده ایالاتونو تګ لارې وروسته د ټرمپ لخوا ډېر فشار دی.

په همدې حال کې د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونه هره ورڅ له څلورو تر ۱۲ هوايي بریدونه د مخالفانو پر وړاندې ترسره کوي.

د بمباریو زیاتوالی ښکاره کوي چې ښایې په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شي.

افغانستان کې هواي ګرمېدو سره جګړې زور اخلي او بهرني ځواکونه هم هڅه کوي چې د داعش پر ټنځایونو او دطالبانو د نشه‎يي توکو پر مرکزونو او د عوایدو پر سرچینو بریدونه زیات کړي. 
 
د افغانستان دفاع وزارت همداراز وايي چې افغان هوايي ځواکونه هره ورځ د ترهګرو پر پټنځایونو بریدونه کوي

شریک یي کړئ