د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي، په غزني کې اوضاع اندېښمنوونکې بولي او وايي چې په دغه ښار کې د څو ورځنیو جګړو په لړ کې، ملکي ځایونه خوندي نه وو او همدارنګه د خلکو شتمنۍ چور تالا شوې ده.
په همدې حال کې، غزني کې ځينې سرچینو طلوع نیوز ته ویلي چې په دغه ښار کې د جګړې په لومړیو ساعتونو کې، د دولتي ځواکونو یوازې یو برخې له طالبانو سره مقاومت وکړ او د غزني په دویمه حوزه کې ډېری برخې په ډېرې اسانۍ سره د طالبانو لاس ته ولوېدې.
تر تېرو څو ورځو پورې له هغې ودانۍ چې د غزني ښار د دویمې حوزې یوې مرکزي څلور لارې تهڅېرمه ده د دولتي ځواکونو د پوځي وسایلو او وسایطو د ساتلو لپاره کار اخیستل کېده، خو دا زېرمتون پر غزني د طالبانو د برید په شپه وسوځېد او د غزني نورو برخو ته د طالبانو لخوا د ځینو وسایلو او وسایطو د لېږد په اړه رپوټونه هم خپاره شوي دي.
په دې لړ کې د سیمې اوسېدونکو د طلوع نیوز خبریالانو ته ویلي پر غزني ښار د طالبانو له بریده څو ورځې مخکې دغه نور پوځي وسایل هم دغه زېرمتون ته راوړل شوي وو.
لږ اخوا د یوه سوداګریز مرکز زیات شمېر پلورنځي هم د جګړو له امله سوځېدلي او له څو ورځو وروسته اوس د دغو هټیو خاوندان دې برخې ته راځي.
د غزني ښار اوسېدونکی امید په دې اړه وايي:«د دغو خلکو وضعیت ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې. ټول پلورنځی تاسې وینئ چې سوځېدلی او اور ورته کړل شوی.»
د چهارشنبې پر ورځ ولسمشر اشرف غني، کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې په غزني کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې له پرمختګ څخه یادونه وکړه.
هغه زیاته کړه:«د غزني ښار یوه ډېره برخه تشه شوې، یوازې د خواجه بهلول معروف حوزه پاتې ده، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه بوخت دي، یو څرګند پلان ورته ترتیب شوی.»
له بلخوا ځینې سرچینې وايي پر غزني د طالبانو د برید په شپه د ښار برېښنا ناڅاپه پرې شوه او تر سبا یې مخابراتي شبکې یوه پر بل پسې له کاره ولویدې.
اخوا د طالبانو د دغه برید په ځواب کې د دولتي ځواکونو په ځنډ مرستې هم نیوکې کېږي.
د غزني د ولایتي شورا منشي حمیدالله سروري هم په دې اړه څرګنده کړه:«د کورنیو چارو او دفاع وزارت په دې اړه مسوولیت لري؛ موږ په ځلونو غږ کړی په غزني کې د امنیتي ځواکونو موجوده تشکیل د غزني د ځمکې او د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په نظر سره، د اړتیاو ځواب ویوونکی نه دی.»
بلخوا د غزني امنیه قومندان فرید مشعل هم داسې نظر لري:«کهچېرې موږ غزني پرېږدو، په کابل کې هم نه شو کولای پاتې شو! کهچېرې کابل پرېږدو په شمال کې هم نه شو کولای! کهچېرې هغه ځای پرېږدو، په پکتیا کې هم نه شو کولای! کهچېرې هغه ځای هم پرېږدو، نو په لوی کندهار کې هم نه شو کولای!»
په دې لړ کې د غزني په وروستيو جګړو کې د بشري حقونو د وضعیت څرنګوالی تر ډېره د اندېښنې وړ موضوع ده.
لکه څرنګه چې د څو ورځو لپاره پر واټونو د قربانیانو د مړو د پاتې کېدو خبره کېږي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنر موسي محمودي په دې اړه وویل:«په هغه ځای کې له مُلکي مرګ ژوبلې نیولې تر پراخو ویجاړیو، د ملکي توکو چور تالان، پر مُلکي او عامه ځایونو بریدونه، دا پېښې شوي چې دا ټول د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي او په ځینو ځایونو کې جنګي جرایم دي.»
له دې سره په یو وخت د ملګروملتو سازمان هم په یوه خبرپاڼه کې په غزني کې د عمومي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او ټینګار کوي، د جګړې ښکېل لوري باید د بشري چارو کارکونکو ته روښانه ضمانت ورکړي چې په دې ولایت کې د فعالیت پرمهال به په بشپړه توګه خوندي وي.
په خبرپاڼه کې راغلي د غزني د جګړو پرمهال د ښکېلو لوریو او ملکي خلکو په ګډون له ۱۱۰ تر ۱۵۰ ټپيان د غزني روغتون ته لېږدول شوي دي.