Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د خوراکي توکو د بیوو لوړوالي په تړاو اندېښنې

د بلخ ولایت اوسېدونکي وايي چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي له کبله د مزارښار له قرنطین کېدو وروسته د خوراکي توکو بیه لوړه شوې ده.

د مزار ښار یو شمېر اوسېدونکي چې بازار ته د یوې بوجۍ اوړو اخیستو په موخه راغلي دي، ځیني یې یوه بوجۍ په ۱۵۰۰ افغانۍ اخلي، خو ځینې یې په دې بیه د اخیستو توان نلري.

د مزارشریف ښار اوسېدونکی، شاه ولي وايي:«خپله کارګر یم، ډېرې ستونزې لرو، حکومت باید پام وکړي.»

د مزار شریف بل اوسېدونکی، نورمحمد زیاتوي:«دومره ګټم سهار، چې ماښام یې وخورم، پرون دا کس(ورسره ولاړ کس) راسره وو، د دوا پیسې راسره نه وي چې دوا واخلم.»

همداراز خال محمد څرګندوي:«هيڅوک موږ د کار لپاره هم نه بیايي، چوک سر ته یوه ډوډۍ راځي د خدای په نامه، هغه هم ټوټې ټوټې شي، چا ته نه رسیږي، یوازې خدای نه مو بله هیله نشته.»

د مزار شریف ښار اوسېدونکی چې د کار لپاره راوتلی وايي، د ویروس په تړاو اندېښنه لري، خو اړ دی چې ښار ته راشي او د کورنۍ پنځو غړو ته خواړه چمتو کړي.

د بلخ اوسېدونکی، سیدظاهر وايي:«موږ هم خوښ یوو چې راشي، موږ هم کورنۍ لرو، نه کیږي، باید کار وکړو، موږ هم ښځه لرو، ماشومان لرو، چا باندې خپله کورنه نه ده ګرانه.»

د بلخ بل اوسېدونکی زیاتوي:«دولس تنه ډوډۍ خوړونکي لرو او یو تن زه کار کوم، د ورځې سل یو نیم سل کیږي چې چاره مو نه کیږي.»

خو بلخ کې ځیني ځوانان شته چې په رضا کارانه اقدام کې ښاري نقلیه وسایطو باندې ضد عفوني مواد شیندي.

د مزارشریف ښار اوسېدونکی، امان الدین وايي:«دا یو کوچنی کار دی، خو یو مشارکت یوه دوستي ښکاره کوي، موږ ټول مسوول یوو چې د دغه ویروس مخنیوي که ونډه واخلو.»

په همدې حال کې د بلخ سیمه ییز او امنیتي چارواکي خبرداری ورکوي چې له احتکار کوونکو سره به قانوني چلند وشي. بله بلخ امنیه قومندان وايي تر نامالوم وخت پورې به مزارشریف ښار کې دوکانونه، رستورانتونه او پلورنځي تړلي وي.

د بلخ امنیه قومندان، محمداجمل فائز وايي:«د امنیتي حوزو مسوولین همداراز مسوولیت لري چې د دوکانونو او نورو مسایلو په تړاو کومه امنیتی مسله پیدا نشي، دوی رسمیت مسوولیت واخیست.‎»

بلخ ولایت کې وروسته له هغې دا تابیاوې پلې شوې چې دغه ولایت د کووید نوولس ناروغۍ څلور مثبتې پېښې ثبت شوې.

بلخ کې یو کس د کرونا ویروس له کبله مړ شوی هم دی.

شریک یي کړئ