کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان خپلو ځواکونو ته حکم کړی چې له دې وروسته د جګړې په ډګر کې پر طالبانو رحم ونه کړي.
جنرال تادین خان د روژې مبارکې میاشت کې د طالبانو له خوا د اوربند د رد په غبرګون کې وايي چې دولتي ځواکونه باید له دې وروسته پر طالبانو رحم ونه کړي.
هغه وايي:«موږ په دغه ولایت کې ټولو دولتي ځواکونو ته حکم کړی چې له دې وروسته د جګړې په ډکرونو کې پر طالبانو رحم ونه کړي، ځکه چې طالبان غلامان دي او دغې دلې ته حوصله په کار نه ده موږ کندهار د طالبانو لپاره په وحشت بدل کړو.»
جنرال تادین خان وايي: له دي وروسته به د طالبانو پر وړاندي جګړه نوره هم سخته کړي.
هغه زیاته کړه:«موږ د طالبانو په وړاندې عملیات زیاتوو، دمګړۍ د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د طالبانو په وړاندې عملیات روان دي او موږ هڅه کوو څو طالبانو له منځه یوسو.»
په ورته وخت کې د کندهار اوسېدونکي له طالبانو غوښتنه کوي چې نور دې له جګړې لاس واخلي.
طالبانو د لوی مشورتي جرګې له پای وروسته د دغې جرګې د غړو هغه غوښتنه چې د روژي په میاشت کې دې اوربند وکړي رد کړه، او پر جګړه یې ټینګار وکړ.
د سولې مشورتي لویه جرګه له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د څرنګوالي په اړه له پنځه ورځنیو سلامشورو وروسته تېره ورځ (جمعه د غوايي په ۱۳مه) پای ته ورسېده.
د دغې لویې جرګې غړو د دغې جرګې ۲۳ مادهییز پرېکړه لیک د جمعې په ورځ له غرمې مخکې د جرګې په عمومي غونډه او د ولسمشر په حضور کې اعلان کړه.