Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکمتیار: ټاکنو کې درغلي کوونکي ملي خاینان دي او محاکمه دې شي

د حزب اسلامي مشر او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار وايي چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې دې درغلي کوونکي محمکې ته وکاږل شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند په ټاکنو کې درغلي کوونکی ملي خاینان بولي او وايي چې باید د حکومت یو خپلواکه واک لرونکی پلاوی دې د درغلیو د څېړو لپاره وټاکل شي او تقلب کوونکي دې محکمې ته وکاږي.

ښاغلي حکمتیار په کابل کې په خبري ناسته کې ګواښ کوي چې په تقلبي رایو سره د ټاکنو پایلې به هېواد له کړکېچ سره مخامخ کړي او ناوړه پایلې به یې د کمېسیون د غړو او د هغوی د ملاتړو پرغاړه وي.

ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدین حکمتیار په دې اړه وویل:«د ډيموکراسۍ پر تابو به وروستۍ مخ ټکوهل شي، له دې وروسته افغانان د ډیموکراسۍ او ټاکنو له نومه په کلکه کرکه وکړي. او تر ډېرو کلونو به څوک به جرأت ونه کړي چې د ټاکنو او ډيموکراسۍ نوم په ژبه راوړي.»

ګلبدین حکمتیار وايي بهرني ځواکونه باید په ولسمشرۍ ټاکنو کې لاسوهنه ونه کړي. د ښاغلي حکمتیار په باور هغه ولسمشر چې د تقلبي رایو په پایله کې وټاکل شي یو کودتايي ولسمشر به وي.

حکمتیار زیاتوي په هر قیمت چې وي له خپله حقه به دفاع وکړي له همدې امله د ولسمشرۍ له نوماند عبدالله عبدالله سره د سلامشورې په حال کې دی او دواړه به هڅه وکړي چې د تقلبي رایو د پایلو د مخنیوي لپاره لار ولټوي.

ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدین حکمتیار زیاته کړه:«په دې به بحث کوو چې موږ وضعیت څه ډول سم لوري ته سوق کولای شو، د کړکېج مخنیوی کولای شو، او دا چې د تقلب مخه او د تقلبي رایو د اعلان مخه ونیسو.»

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون په لنډه موده کې د پایلو د اعلان لپاره جدیت لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی اورنګ زیب په دې اړه وویل:«زموږ جدیت په دې دی چې وکړای شو ډېر ژر دا پروسه خلاصه کړو او دا پروسه د افغانستان ولس پورې تړاو لري، او دا ولس د پایلو د اعلان لپاره په تمه دي، موږ باید د هغوی غوښتونو ته مثبت ځواب ووایوو.» 

ګلبدین حکمتیار د درملوګ شرکت د غړو د محاکمې غوښتونکي دي چې د هغه په وینا په ولسمشرۍ ټاکنو کې یې د واکمنې ټاکنیزې ډلې په ګټه کار کړی دی.

ښاغلی حکمتیار له تورو د سپينو رایو پر بیلولو ټینګار کوي او وايي په ټاکنو کې له دوه نیم مېلیونه کارول شویو رایو څخه یو اعشاریه دوه مېلیونه د پراخې درغلۍ په موخه د واکمنې ټاکنیزې ډلې په ګټه کارول شوې دي.

هغه زیاتوي باید ۳۰۰ زره جنجالي رایې هم غیرمعتبرې وبلل شي.

شریک یي کړئ