Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حکمتیار ټاکنیزې ډلې د لاریون پیل؛ لنډمهاله حکومت دې جوړ شي

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند د ګلبدین حکمتیار ټاکنیزې ډلې او د دغې ډلې ځينو پلویانو، نن (جمعه د لیندۍ په ۱۵مه) د هغه څه په وړاندې چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې درغلي ګڼي کابل کې په لاریون لاس پورې کړ.

ښاغلي حکمتیار هم په ننني لاریون کې حضور درلود، او وې ویل چې ولسمشرۍ ټاکنې په لومړي پړاو کې ګټوونکی نه لري او د دغو ټاکنو د دویم پړاو ترسراوي لپاره، باید لنډمهاله حکومت رامنځته شي.

حکمتیار دویم معترض نوماند دی چې خپل پلویان یې واټونو ته راکاږلي دي. د ولسمشرۍ ټاکنو د بل نوماند عبدالله عبدلله د پلویانو لاریونونه له کابو دوه اوونیو راهیسې په څو ولایتونو کې دوام لري.

ګلبدین حکمتیار ګواښ کوي چې خپل لاریونونه پراخوي او اجازه نه ورکوي چې د هغه په وینا څوک د درغلۍ له لارې د ولسمشرۍ پر څوکۍ کېني:«موږ څو اغېزناکو او ځواکمنو ګوندونو او څو ټاکنیزو ډلو، ژمنه کړې چې د درغلۍ په وړاندې ټینګ درېږو.»

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار وايي څه باندې یو مېلیون او ۲۰۰ زره تقلبي رایې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په همکارۍ د اشرف غني ټاکنیزې ډلې په ګټه کارول شوي او همداراز د رایو د څه باندې ۲۴۰ محلونو بایومېټریک دستګاوې هم غلا شوې دي.

د ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزې ډلې پلوی عبدالستار خواصي وايي:«په هغه صورت کې چې د دغې ډلې پر حقو غوښتنو ته پاملرنه ونه شي او دولت جوړونکی وغواړي د پراخې درغلۍ له لراې واک ته ورسېږي، په هغه صورت کې به موږ په مرکز او ولایتونو کې په پراخو ولسي لاریونونو او اعتصابونو لاس پورې کړو.»

که څه هم تراوسه د اشرف غني ټاکنیزې ډلې د ښاغلي حکمتیار د څرګندونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې ولسمشر د ټاکنو اصولو او قواعدو ته ژمن دی.

هغه لیکلي:«ولسمشر غني ورته مهال ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند هم دی، په اساسي قانون او ټاکنو قانون کې د وړاندویل شویو اصولو او قواعدو ته ژمن دی. ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان، د ټاکنو بهیر په لړ کې، نه شي کولای د هغه پایله په خپلې غوښې او سلیقې برابرې کړي.»

له دې سره سم، د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې یو شمېر پلویان په ځینو ولایتونو کې د خپلو اعتراضونو په دوام، دا ځل په کاپیسا کې سړکونو ته راوتي او د هغو ۳۰۰ زرو رایو چې په وینا یې تقلبي دي، د باطلېدو غوښتنه کوي.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې غړی میرحیدر افضلي وايي:«که چېرې کمېسیون بېرته خپل اصلي لارې ته راستون نه شي دا لاریونونه به پراخ شي.»

سره له دې چې، ځینې ټاکنیزې ډلې د اشرف غني ټاکنیزه ډله د ولسمشرۍ ټاکنو په بهیر کې په سازمان شویو درغلیو تورنوي؛ خو ښاغلي غني له خپلو پلویانو سره په یوې ناسته کې د دغه ډول خبرو پر وړاندې غبرګون وښود.

له دې سره سم، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي تر هغې چې، معترضې ټاکنیزې ډلې په اوو پاتې ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنې ته اجازه ورنه کړي؛ نو دغه کمېسیون به هم د ټاکنو هېڅ ډول پایلې اعلانې نه کړي.

ګلبدین حکمتیار په خپل هستوګنځي کې تر وینا وروسته، له خپلو پلویانو سره یو ځای د کابل په دارالامان سړک کې لاریون وکړ.

شریک یي کړئ