Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکومت د طالب بندیانو درېیمه سل کسیزه ډله هم ازادوي

ټاکل شوې ده چې افغان حکومت، د طالبانو درېیمه سل کسیزه ډله هم ازاده کړي.

د ملي امنیت د سلاکار دفتر ویاند جاوېد فیصل وايي چې د دغو طالب بندیانو د ازادولو لپاره چمتووالی نیول شوی دی، خو د دې په اړه چې کله به هغوی ازاد شي جزییات نه ورکوي.

حکومت د طالب بندیانو د خوشي کولو بهیر د تېرې اوونۍ له چهارشنبې ورځې پېل کړی او تراوسه یې د دغو بندیانو دوې سل کسیزې ډلې خوشي شوې دي.

حکومت ژمنه کړې ده  چې تر یوې میاشتې کمې مودې کې به ۱۵۰۰ طالب بندیان د سولې په بهیر کې د پرمختګ لپاره خوشې کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي:«موږ د رامنځته شویو فرصتونو له درک سره د قانون په چوکاټ کې د مذاکراتو د پیل لپاره د طالبانو د هڅولو لپاره له هېڅ ډول هڅو سپما نه کوو. د دغه بهیر د پرمختګ لپاره باید د دواړو لورو خوا هڅې وشي.»

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک پر بنسټ،افغان حکومت باید د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان ازاد کړي او طالبان هم په بدل کې د دولت زر تنه بندیان به ازاد کړي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي هغه ۲۰۰ بندیان چې د افغان حکومت له خوا ازاد شوي، نامعلوم کسان دي.

هغه حکومت د طالب بندیانو په ازادولو کې په پلمه نیولو تورن وي او ویلي یې دي «چې دا ټول د دغه بهیر (سولې) له منځه وړل او د واقعي سولې په وړاندې د خنډ رامنځته کول دي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې وړاندې ویلي دي چې د سولې د مشري لپاره به د مصالحې عالي شوار جوړه شي. خو ځينې سیاسي بهیرونه وایي؛ سره له دې چې له طالبانو سره د خبرو لپاره مرکچي پلاوی هم څرګند شوی دی؛ د دې شورا څه څرک نه لګېږي.

د افغانستان د ملي پېوستون د غورځنګ رییس سید اسحاق ګیلاني په دې اړه وايي:«تراوسه مو څه نه دي اورېدلي چې دوی (حکومت) دې د مصاحلې په عالي شوار کار کړی وي. یوازې په بیانیو کې ویل کېږي. ډاکټر صاحب اشرف غني د هر څه لپاره طرحه لري خو دغه د عملي کولو لپاره هېڅ پروګرام نه لري.»

د پوهنتون استاد  فضل هادي وزین هم وویل:«له بده مرغه ارګ د موکو په ضایع کولو کې شهرت لري او په دې شهرت لري چې د افغانانو په منځ کې د سولې بهیر وځنډوي. تاسو ولیدل چې د مرکچي پلاوي تعیین کابو شل ورځې وځنډېد. د مصالحې عالي شورا چې باید د افغانانو ترمنځ د سولې بهیر رهبري کړي، له بده مرغه تراوسه جوړه شوې نه ده.»

بل خوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په یوه ټویټ کې په قطر کې د طالبانو ډلې له استازو سره  په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان د لېدنې خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې دواړو لوریو له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک د عملي کولو په تړاو خبرې کړي دی.

د طالبانو دورې لوی څارنوال جلال الدین شینواری وايي:«جنرال مېلر د دې لپاره دوحې ته سفر وکړ چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشران ډاډمن کړي چې امریکا د هوکړې ګټو ته ژمنه ده او په راتلوونکي کې به هېڅ سرغړونه ونه شي.»

خو افغان حکومت وایي چې د مصالحې د عالي شوار د جوړېدو لپاره هڅې روانې دي.

د طالبانو تر منځ خبرې باید له طالبانو سره د امریکا د سولې د هوکړه لیک له لاسلیک کېدو لس ورځې وروسته پېل شوې وای؛ خو د هغه څه له امله چې د طالب بندیانو په خوشي کولو کې ځنډ او دغه راز د حکومت د مرکچي پلاوی نه روښانه کېدل او له ټاکنو وروسته رامنځته شوی سیاسي کړکېچ بلل کېږي؛ د افغانانو تر منځ خبرې ځنډېدلې دي.

شریک یي کړئ