هېواد کې د خپلواکۍ ۱۰۱ کلیزه نن سې شنبې(د زمري ۲۸مه نېټه) کابل او ولایتونو کې ولمانځل شوه.
ولسمشر غني د رسمي تشریفاتو په ترڅ کې د هېواد ملي دفاع وزارت کې د ازادۍ څلي ته د ګلو ګېډۍ کېښوده.
په دغو مراسمو کې لوړپوړو دولتي او پوځي مسوولینو هم ګډون کړی وو.
هېواد کې د خپلواکۍ یو سلو لومړۍ کلیزه په داسې حال کې لمانځل کیږي چې تېر کال دغه ورځ لویو مراسمو کې ولمانځل شوه، خو سږ کال پرې د کرونا ویروس خپرېدو هم سیوری اچولی دی.
په داسې حال کې چې کابل کې سختې امنیتي تابیاوې نیول شوې دي، خو د ښار مرکزي سیمو کې د توغندیو لګېدو په وېره کې واچول.
سرچینې وايي چې ۱۴ توغندي د کابل بېلابېلو سیمو کې توغول شوي دي.
د پېښې شاهدان وايي چې د توغندیو لګېدو غږ په په وزیرمحمد اکبرخان، شېرپور، ژاړه مکروریان، شش درک، د بګرامي نساجۍ او ارګ شاوخوا سیمو کې اورېدل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې د یوه موټره د کابل اتمې او اوولسمې حوزې سیمو کې توغندي توغول شوي دي.
یو سلو یو کال مخکې په همدې ورځ د وخت باچا امان الله خان له بریټانیا خپلواکي بیا واخیسته او افغانستان یې ازاد هېواد اعلان کړ.
که څه هم افغانستان کله هم د بریټانیا د امپراتورۍ برخه نه وه، خو په ۱۹۱۹ زیږدیز کال کې افغانستان او انګلیس ترمنځ د هوکړې له مخې افغانستان خپله خپلواکي ترلاسه کړه.
د هوکړې له مخې د افغانستان او بریټانیا ترمنځ بې پرې اړیکې رامنځته شوې.
همداراز بریټانیا درې ځله پر افغانستان برید کړی چې لومړۍ جګړه په ۱۸۳۹ ـ ۱۸۴۲ ترمنځ وه او دغه جګړه کې د بریټانیا په مشرۍ هندوانو ماته وخوړه.
د افغان او انګلیس دوهمه جګړه هم د ۱۸۷۸ ـ ۱۸۸۰ زیږدیزو کلونو ترمنځ وه او بریټانیا ماته وخوړه چې عبدالرحمن خان د امیر په توګه ډګر ته راغی. او وروسته له دې د افغانستان او انګلستان ترمنځ د دوستۍ اړیکې رامنځته شوې.
په دې اړه مو اندونه