د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي نهرسراج ولسوالۍ اړوند سیمې د لښکرګاه پر لویې لارې د افغان ځواکونو پر اډې موټر بم برید کې ۲ سرتېرو ژوند بایللی او شپږ نور ټپیان دي.
د والي ویاند، عمر ځواک (نن چهارشنبې د زمري په لومړۍ نېټه) وايي چې طالبانو تېره شپه کابو لس بجې د لښکرګاه لویه لاره کې د افغان ځواکونو د لویې لارې ۶۰۱ کنډک باندې موټر بم برید کړی دی.
دی همداراز زیاتوي چې طالبانو له دغه بریده وروسته د کندهار او لښکرګاه پر دوه لارې چې د ملي امنیت یو مرکز دی په کې، دوهم موټر بم برید کړی دی.
د ښاغلي ځواک په وینا دواړو پېښو کې دوو افغان سرتېرو ژوند بایللی او ۸ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.