Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دولتي ځواکونو د غور مرغاب ولسوالۍ اداره بېرته تر لاسه کړه

د غور ځايي چارواکي هم وايي چې دولتي ځواکونو د دغه ولایت د مرغاب ولسوالۍ اداره بېرته له طالبانو څخه نیولې ده.

د غور د والي ویاند عارف عابر طلوع نیوز ته وايي چې دم ګړۍ د دولت ګډ ځواکونه د سُمک په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دولتیا ولسوالۍ کې د سُمک سیمې په چاڼيزو عملیاتو کې، یو طالب وژل شوی او دوه تنه نور یې ټپيان شوي دي.

د غور ولایت د مرغاب نوې جوړه شوې ولسوالۍ د هېواد د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو پر شپه د طالبانو له لوري نیول شوې ده.

 مرغاب ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ له یوې شپې ورځې نښتې وروسته؛ تېره شپه د طالبانو له لوري ونیول شوه او د نښتو په لړ کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د تېر کال په کب میاشت کې د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک له لاسلیک کېدو وروسته دا لومړنی ولسوالۍ ده چې د طالبانو په لاس کې پرېوځي.
 
د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمعروف رامش په دې اړه وویل:«زموږ امنیتي ځواکونه د دې لپاره چې ملکي کسانو ته زیان ونه رسېږي شاتک وکړ. نن سهار ګډ عملیات د ځانګړو قطعاتو، ګومانډو او ملي پولیسو په ګډون د دغې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره پيلوو.»

په غور ولایت کې د مدني ټولنې فعالان د مرغاب ولسوالۍ د پرځېدو لامل له ولسي پاڅونوالو د حکومت نه ملاتړ بولي او وایي چې ولسي پاڅونوالو د حکومت د نه ملاتړ له امله دا ولسوالۍ پريښي ده.
 
په غور کې د مدني ټولنې فعال احمدشاه موحد: وايي:«په غور کې د ځايي ادارې په مشرتابه کې کمزورتیا، او له ولسي پاڅون کوونکو او سیمه ییزې اردو څخه د قومي مشرانو ناوړه استفاده له مهمو دلایلو څخه دي.»

غور د هېواد په مرکزي سیمو کې یو له نا امنو ولایتونو بلل کېږي چې ځینې ولسوالۍ یې  د جګړې په اور کې سوځوي.
 
د غور اوسېدونکی معروف سعیدي څرګندوي:«په ټول غور ولایت کې امنیتي وضعیت ښه نه دی او موږ د غور د نورو ولسوالیو په اړه اندېښنه لرو چې د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.»

امنیتي ځواکونه وایي چې دوی له مرغاب ولسوالۍ نه د طالبانو د شړلو په هڅه کې دي.

 دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په لوېدیځ کې د ۲۰۷  قول اردو قومندان وایي چې یوازې تېره شپه په دې زون کې د طالبانو له لوري ۲۵ یرغلیز بریدونه شوي دي.

شریک یي کړئ