Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له خصوصي شرکت سره د غور د سربو او جستو د کانونو د یوې برخې هوکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت له یوه خصوصي شرکت سره د غور د شهرک ولسوالۍ د سرب او جستو د درېیم کان د نیمايي بلاک تړون لاسلیک کړی دی. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې د دغه کان په استخراج او پروسس به ۲۴۷ مېلیونه او ۴۴۱ زره ډالره پانګونه وشي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، هندي پانګوالو هم د وسپنې او د ډبرو سکرو پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وویل: « په دغه لیدنه کې د افغانستان د اوسني وضعیت او د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې شوي او دغو پانګوالو په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو، سرب او جستو په برخه کې لېوالتیا وښودله چې د  کانونو او پټرولیم د وزیر له لوري یې هرکلی وشو.»

اخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان ګڼ شمېر کانونو ته په اشارې سره له اسلامي امارته غواړي چې بهرنیو پانګوالو ته د اسانتیاو برابرولو ترڅنګ تضمینونه هم رامنځته کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي وویل: « بهرنۍ سوداګري دې په افغانستان کې ډېره شي، هڅونه دې وشي موږ په دې باور یو چې په افغانستان کې به بې وزلي او بیکاري له منځه لاړه شي.»

په ورته مهال، د اقتصادي چارو ځینې شنونکي د هېواد په کانونو کې بهرنۍ پانګونې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره اغیزناکې بولي.

شبیر بشیری آگاه مسایل اقتصادی گفت: «گسترش تعاملات تجارتی و اقتصادی می‌تواند که دریچه‌های نوین و متعددی را غرض گسترش روابط با هند باز کند و همین طور مردم افغانستان از تمام سرمایه‌گذار خارجی به گرمی استقبال می‌کند.»

د اقتصادي چارو شنونکي، شبیر بشیري په دې اړه وویل: « د اقتصادي او سوداګریزو تعاملاتو پراخوالی کولای شي له هند سره د اړیکو یوه نوې دروازه پرانیزي هم دغه ډول د افغانستان خلک هم ټولو بهرنیو پانګوالو هرکلی کوي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو له مخې، لوګر کې د عینکو مسو کان، د هرات په حوزه کې د وسپنې کان او د امو سیند په حوزه کې د قشقري بلاک د نفتو کان استخراج د افغانستان له سترو زیربنايي سرچینو شمېرل کیږي چې اسلامي امارت یې د استخراج تړونونه له بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه