د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، له طالبانو سره د سولې پر څرنګوالي له روسي چارواکو سره بحث وکړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ (د لیندۍ په ۱۶مه) د دغه وزارت له مرستیال اېګور مورکېولوف او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په مسکو کې لیده کاته او خبرې اترې کړې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې لیدنه کې، د افغانستان اوسنی وضعیت او همدارنګه په افغانستان کې د ښکېلو لورو ترمنځ د مستقیم خبرو اترو د پیل لپاره د نړیوالو هڅو په توګه د مسکو او واشنګټن د احتمالي همکارۍ په اړه بحث وشو.
ښاغلي خلیلزاد تېره اوونۍ د مذاکرې مېز ته د طالبانو د راکاږلو لپاره د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر درېیم پېر پیل کړ. هغه د پنجشنبې په ورځ د دغه سفر په لړ کې روسیې ته ولاړ او تمه کېږي چې له روسیې وروسته عربي متحده اماراتو، قطر او بلېجیم ته ولاړ او بېرته کابل ته راستون شي.
زلمي خلیلزاد د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ کابل کې د افغان حکومت له چارواکو سره ولیدل.