د طالبانو او امریکې ترمنځ له ۱۸ میاشتو خبرو وروسته بالاخره، سبا (شنبې د کب په ۱۰مه) د دغو خبرو اترو پایله به د یوه هوکړه لیک په قالب کې لاسلیک کړي.
د طلوع نیوز خبریالان شریف امیري او عبدالحق عمري چې د دغې پېښې د خبري پوښښ لپاره تللي، وايي چې د دغه هوکړې د لاسلیک لپاره چمتووالی په تاریخي بڼه نیول شوی دی.
ټاکل شوې چې د دغې هوکړې د لاسلیک مراسم، په مشهور «شیرینټن» هوټل کې ترسره شي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د طلوع نیوز خبریالانو ته ویلي چې د سبا په مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د ۳۰ هېوادونو بهرنیو چارو وزیران او د نړیوالو بنسټونو استازي رابلل شوي او ټاکل شوې ګډون وکړي.
د سبا د مراسو ګډ،ن کوونکی د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عزیز کاملوف چې نن له غرمې وروسته دوحې ته ورسېد وايي:«زه فکر نه کوم چې نننۍ ستونزه، د افغانستان د خلکو ستونزه وي. دا په سیمه کې زموږ ټولو ستونزه ده. له همدې امله باید په افغانستان کې د سولې او ټیګاو لپاره له یو بل سره کار وکړو.»
ټاکل شوې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک، د نړیوالو رسنیو د کمرو په مخکې لاسلیک شي. د نړۍ د معتبرو رسنیو ډېری خبریالان د دغه مهمې موضوع د پوښښ لپاره دوحې ته تللي دي.
د بي بي سي خبریال لېزډو سیټ، سبا د افغانانو لپاره یوه ډېره مهمه ورځ بولي:«د افغانستان، د نړیوالې تولنې او د ټولو هغو خلکو لپاره چې د افغانستان د تاریخ یوه برخه دي سبا ورته مهمه ورځ ده؛ خو له ټولو ډېره مهمه د افغانانو لپاره ده.»
دغه هوکړه د تاوتریخوالي د کمښت له یوه اوه ورځني پېر وروسته لاسلیک کېږي. دغه پېر چې د افغانستان په جګړه کې د طالبانو د مدیریت لپاره د توانمنۍ ثابتول یوه ازمایښتي دوره وه، نن شپه پای ته رسېږي.
هغه څه چې سرچینې وايي ټاکل شوې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته، د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.
افغان حکومت تېر ماښام د دغو خبرو اترو د زمینې برابرولو لپاره یو شپږ کسیز پلاوی قطر ته استولی دی.