Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکې سفارت ګیتار غږونکې افغانې نجلۍ ته ویزه ور نه کړه

یوه ۱۳ کلنه ګیتار غږونکې افغانه نجلۍ چې د نړۍ د یوه مشهوره سندرغاړي له خوا امریکا ته بلل شوې وه، په کابل کې د امریکا د سفارت له خوا یې د ویزې غوښتنلیک رد شو.

مرسل هغه نجلۍ چې درې کاله وړاندې یې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې خپلې دوه خوندې له لاسه ورکړي دي د ګیتار غږول یې له یوه امریکايي هنرمن څخه زړه کړل.

«لکه د یوه ستوري اوښکي،

 له باران سره یوځای شي او ووایي:

څومره ځواک ماتونکي یو موږ .

څومره ځواک ماتونکي یو موږ .»

دا د یوه بریتانیوي سندرغاړي «استنګ» له مشهورو سندرو ده. او مرسل یې اوس اوس زده کوي.

دغه افغانه ګیتار غږونکې وايي:«را ته د ویاړ ځای دی. په خپله هم هڅه کوم چې هلته له مشهورو سندرغاړو سره سندرې وبولم.»

مرسل له یوې غمیزې وروسته، موسیقۍ ته مخه کړه. ټیک هغه مهال، چې دوه خویندې یې یوه ځانمرګي برید کې ووژل شوې.

اوس یې ژوند له ستار او موسیقۍ سره تړلی دی.

مرسل په دې اړه وویل:«هغوی فکر کوي چې زه د تلل لپاره ځم؛کورنۍ، مور، ښوونځی ټول مې دلته دي. هلته د یوې میاشتې لپاره ځم، هغه هم د دې لپاره چې زه یې هلته بللې یم.»

امریکایۍ وتلې سندرغاړې براین ولسن؛ مرسل ته بلنه ورکړې چې امریکې ته ورشي. براین؛ د موسیقۍ د یوې ډلې بنسټګره ده.

مرسل د خپلو دوستانو او لارښود یې لني کوردولا په مرسته، د بران ولسن سوه سندره ثبت کړې ده. کوردولا خپله هم د نړۍ په کچه وتلی سیتار غږونکی دی.

لني کورډولا په دې اړه څرګنده کړه:«د دې سندرې نوم مینه او مهربانې ده. نجونې دا سندره ډېره خوښوي، مینه او مهرباني د انسانانو نېږدېوالي لپاره.»

لني وایي، براین ولسن غواړي، مرستل او د دوستانو لپاره یې یو کلپ جوړ کړي.

هغه زیاته کړه:« موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو، چې مرسل ته ویزه واخلو. موږ نهیلي شوي نه یوو، موږ فکر کوو، چې دا فرصت نه یوازې مرسل بلکې افغانستان لپاره هم مهم دی.»

لني کوردولا د امریکې له حکومت نه غواړي، چې مرسل ته اجازه وکړي، چې خوب یې په رښتیا شي.

شریک یي کړئ