د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د عادلې په نوم يوه شپاړلس کلنه نجلۍ به له عملیات وروسته د هلک په نوم ژوند پیل کړي، خو کورنۍ یې وایي، د ډېرو پېسو د ورکولو وس نهلري.
عادله چې اوس عبدالرحمن نومېږي، د کورنۍ غړي یې زیاتوي چې له دریو کلونو راهیسې پر دې مساله خبر وو، خو د خلکو د پیغور له وېرې یې دا خبره پټه ساتلې وه.
د عبدالرحمن مور روح ګل وايي: «د دنیا شایونه به ورته موږ جوړ کړل، هغه به ورسره ډول نه کاوه، ویل زه هلک یم، نکریزي به یې هم نه کېښودلې، ویل به یې زه هلک یې یم، زه نکریزې څه کوم او هلکان خو نکریزې نه ږدي.»
د عبدالرحمن خیرالله وايي: «د کلي له خلکو نه مو پټه ساتلې وه چې سبا راپورې خلک خاندي او بل د غریبۍ له وجهې نه مو وسه نه کېدله.»
اخوا عبدالرحمن په خپله وايي، له کلونو راهيسې يې د نارینه احساس درلود، خو له شرمه یې د کورنۍ غړي او خپلوان نه شول خبرولای. د هغه په خبره، غواړي زدهکړو ته مخه کړي او د طب پوهنځی ولولي.
د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحمن وايي: «موږ او پلار مې راسره لاړل ډاکټر ته، هلته ډاکټر راته وویل چې ته نجلۍ نه، هلک یې.»
بلخوا، روغتیاپالان وایي، د عبدالرحمن پر عملیاتو نږدې ۶۰۰ زره افغانۍ لګښت راځي.
ډاکټر عبيدالرحمن ستانکزی وايي: «د نارینهوو پهکې پروستات موجود و، سمینل ویزیکل پهکې موجود و، احلیل پهکې موجود و [د نارینه تناسلي الې پهکې موجود وې].»
تر دې شاوخوا پنځه کاله وړاندې هم د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ د عادلې په نوم یوه نجلۍ له جراحي عملیاتو وروسته هلک ثابت شوی و او نوم يې ورته عبدالرحمن ټاکلی و.
په دې اړه مو اندونه