افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتونو سفیر وایي چې واشنګټن د ټاکنو خپلواک کمسیون له هغې پریکړې ملاتړ کوي چې یواځې به بایمتریک رایې حسابیږي.
په کابل کې د امریکا سفیر د دوشنبې(د تلې په ۲۲مه نېټه) له غرمې وروسته د ټاکنو له خپلواک کمیسیون او د دې کمیسیون مالوماتي بانګ ته د بایومتریک دستګاوو د مالوماتو د لیږد له بهیره لیدنه وکړه.
ښاغلی بس ټینګار کوي چې د امریکا متحده ایالت د ټاکنو خپلواک کمسیون نه غواړي خپل کارونه په بې پرې توګه پرمخ یوسي او واشنګټن له دغې کمسیون نه ملاتړ کوي.
ورته مهال د امریکا متحده ایالاتونو سفیر د ټاکنو پایلو کې رونټیا ډیره مهمه بولي او وایي کې د خلکو رایو شفافیت لپاره د پایلو اعلان څه وځنډیږی هم زیان به ونه لري.
په افغانستان کې د امریکا سفیر، جان بس وايي:«موږ د یوازې د بایومتریک رایو د شمیرلو په اړه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له تصمیمه ملاتړ کوو او فکر کوم چې دا د رایو د شمیرلو لپاره مناسبه لاره ده ځکه په تیرو ټاکنو کې د فزیکي رایو شمیرل له ستونزو سره مخامخ وو.»
په کابل کې د امریکا سفیر د ټاکنیزو کمیسیونونو پر خپلواکۍ هم ټینګار کوي.
په افغانستان کې د امریکا سفیر، جان بس زیاتوي:«موږ یو ځل بیا د خپلواکۍ لپاره له ټاکنیزو کمیسیونونو سره خپله ژمنه اعلانوو او د سمې پایلې د لاس ته راوړلو په کار کې د دوي له توانمنۍ ملاتړ کوو، داسې پایله چې دوي په خپلواکه توګه تصمیم ونیسي چې کومې رایې باید وشمیرل شي او مومې ونه شمیرل شي.»
په کابل کې د امریکا سفیر له ټاکنیزو کمیسیونونو غواړي ددغه بهیر روڼتیا د وخت قرباني نه کړي.
په افغانستان کې د امریکا سفیر، جان بس څرګندوي:«که د پایلو داعلان لپاره زیات وخت ته اړتیا ده زموږ په نظر دا ډیره مهمه ده چې له مخکې د ټاکل شوي وخت په پرتله وخت ورکړل ونیسي.»
په کابل کې د امریکا سفیر په ټاکنو کې د خلکو د ګډون او همداراز د دولتي ځواکونو لخوا د دې بهیر د امنیت د ساتلو ستاینه کوي او له ټاکنیزو کمیسیونونو غواړي د ټاکنو د پایلو د اعلان لپاره د افغانانو دغه قربانۍ په پام کې ونیسي.