Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بهرنیو چارو وزارت څه باندې ۴ زره سیاسي پاسپورټونه باطل کړي

ناحکومتي کسانو ته د سیاسي پاسپورټونو پر وېش له نیوکو وروسته، د بهرنیو چارو وزارت، وايي چې په تېرو درې کلونو کې یې، څه باندې ۴زره سیاسي پاسپورټونه چې دغو کسانو ته وېش شوي وو، باطل کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وايي چې په مخکنیو دورو کې، دغه پاسپورټونه له تفکر پرته وېشل کېدل او ځينې هغو کسانو ته چې په حکومت کې نه وو ورکول کېدل، خو په درې وروستیو کلونو کې دغه پاسپورټونه د دغه وزارت له خوا باطل شوي دي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«د څه باندې دریو وروستیو کلونو په لړ کې، د بهرنیو چارو وزارت له خوا څه باندې ۴ زره پاسپورټونه باطل شوي دي او موږ ژمن یو چې هېڅ سیاسي پاسپورټ له قانون سره په ټکر کې هېچا ته نه ورکول کېږي.»

د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، دم‎ګړۍ د ۲ زره او ۷۷۵ سیاسي پاسپورټونو ته د دغه وزارت له خوا اعتبار ورکړل شوی چې له دې ډلې یو زره او ۳۹۲ سیاسي پاسپورټونه  د بهرنیو چارو په وزارت کې د هېواد مامورینو او ډيپلوماټانو او د ژوند شریکانو ته  وېشل شوي او یو زره او ۳۸۲ سیاسي پاسپورټونه د لوړپوړو چارواکو په واک کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي په دې اړه زیاته کړه:«د پاسپورټ په برخه کې، له سیاسي پاسپورټ څخه د هر ډول ناوړه استفادې مخه نیول شوې. اوس موږ ۲ زره او ۷۷۵ سیاسي پاسپورټونه لرو چې ترې استفاده کېږي چې د افغانستان د ټول دولتي بنسټونه په کې شاملېږي.»

خو د قانون پر بنسټ کوم کسان کولای شي له سیاسي پاسپورټ څخه استفاده وکړي.

حقوق پوه عبدالسبحان مصباح په دې اړه څرګنده کړه:«ولسمشر او د هغه مرستیالان، اجرايي رییس او مرستیالان یې، د افغانستان سیاسي استازي، له افغانستان څخه بهیر کونسلان، په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازی حتا د ژوند شریکان یې کولای شي سیاسي پاسپورټونه ترلاسه کړي.»

له دې مخکې، داسې نیوکې کېدې چې دغه پاسپورټونه د هغو کسانو په واک کې وو چې دولتي کارکوونکي نه وو، خو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دم‎ګړۍ د هغو کسانو لپاره چې د سیاسي پاسپورټ معیار ونه لري، دغه پاسپورټونه به ونه وېشل شي.

شریک یي کړئ