ټاکل شوې چې د تاوتریخوالي د کمښت اوه ورځنی پېر نن شپه په ۱۲ بجو (جمعه د کب په ۹مه) پای ته ورسېږي.
په دغه پېر کې چې افغان حکومت تمه لرله چې د تاوتریخوالي کچه تر ۸۰ سلنې کمه شي، د هېواد ۱۲ ولایتونو کې تاوتریخوالی و چې قربانیان یې هم لرل.
هلمند، کابل، کندهار، ارزگان، بلخ، کاپیسا، سمنگان، زابل، فراه، غزني، لوګر او لغمان هغه ۱۲ ولایتونه دي چې، د تاوتریخوالي د کمښت په پېر کې د امنیتي پېښو شاهدان وو.
د حکومت د ورکړیو شمېرو له مخې د تاوتریخوالي د کموالي اوونۍ له پيله تر دې دمه په ۱۲ ولایتونو کې ۲۱ سرتېري او ۵ ملکیان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، تاوتریخوالي د کموالي په وروستۍ ورځ کاپیسا او لغمان کې د طالبانو لخوا پر درېیو پوستو بریدونو کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او دوه نور پولیس ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې نن د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې ماین چاودنې د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان ټپي کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه وویل:«نن طالبانو په کاپیسا، لغمان او بدخشان ولایتونو کې د ملي پولیسو او ملي پوځ پر پوستو بریدونه لرل چې د هغه په پایله کې، د ملي پولیسو یو سرتېری شهید او درې نور ټپيان شوي دي.»
که څه هم حکومت د تاوتریخوالي د کمښت په بهیر کې د طالبانو په بریدونو کې له پام وړ کمښته خبر ورکوي؛ خو په تېرو درېیو ورځو کې درېیو چاودنو کابل مېشتو ته مرګ ژوبله واړوله.
له دې ډلې د کابل د شپږمې حوزې په اړوند سرکاریز سیمه کې دوه بایسکلونو کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنې خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.
د پېښې شاهد محمد نادر په دې اړه وايي:«دم ګړۍ لس تنه ټپيان لرو چې ټپونه یې ژور دي؛ پنځه تنه مو شهیدان شول.»
د کابل بل اوسېدونکی جاوېد هم زیاتوي:«که چېرې هېواد ته سوله راتلوونکې ده، باید له دې ډېره قرباني زموږ له هېوادوالو وانه خیستل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې سبا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک په دوحه کې لاسلیک شي. امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک د تاوتریخوالي د کمښت پېر بریالي کېدو پورې تړلي ګڼي. ظاهراً طالبان بریالي ښکاري.