د پکتیا ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې له طالب وسلهوالو د جانیخیلو ولسوالۍ د بېرته نیولو د پوځي عملیاتو له پیل خبر ورکوي.
د هېواد په سویل خیتځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان، تورن جنرال عدالوسع میلاد وايي په جانخیلو ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو څخه مهمې پوستې بېرته افغان امنیتي ځواکونو نیولي دي.
ښاغلی میلاد زیاتوي:« نن سهار پنځه بجې د جانيخېلو ولسوالۍ مهمې سیمې او ریشپګي ګوټل افغان امنیتي ځواکونو نیولی او د طالبانو ۱۰۱ کسان چې بهرنبو وسلهوالو په ګډون وژل شوي او ۸۷ ټپیان دي او د دوی وسایط له منځه تللي دي.»
همداراز د پکتیا ولایت د امنیت آمر، سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزی په دې اړه وايي:« پرمختګ شوی وسلهوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده افغان امینتي ځواکونه په ځانګړي تاکتیک سره مخکې روان دي او مهمې پوستې مو بېرته نیولي دي.»
په همدې حال کې د پکتیا والي وايي د دې ولایت د جانخیلو ولسوالۍ په جکړه کې پاکستاني نظامیان د طالبانو ملتیا کوي او یو شمېر یې د افغان ځواکونو لخوا نیول شوي هم دي. خو طالبان دا ادعا ردوي.
د پکتیا والي، شمیم خان کټوازی څرګندوي:« د ۶۰۰ شاوخوا طالبان د ډیورنډ ګرښې څخه داخل شوی وو، د دوی قومنده په نېغه د پنچاپیانو په لاس کې وه ۵۰ تنه پنچاپیان یوازې د دوی لارښونه کوله او د دوی له ډلې ژوندي هم نیول شوي دي او په خپله یې اقرار هم کړی چې د جانيخیلو ولسوالۍ ډېره مهمه ده دوی غوښتل له دې ولسوالۍ څخه د پکتیا او د خوست ولایتونو ولسوالۍ ناامنه کړي.»
د پکتیا والي وړاندې وايي، کشفي او استخیاراتي موندنې ښیي په جانخیلو ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو د جګړې رهبري د پاکستانیانو په لاس کې ده.
د هېواد په سوېل ختیځ زون کې د سرحدي لوا قومندان او د پکتیا ولایتي شورا غړي د جانخیلو ولسوالۍ د یو ځل بیا د سقوط لاملونه په ګوته کوي.
په سوېل خیتځ زون کې سرحدي پولیسو دویمې لوا قومندان، سمونوال راز محمد مندوزی په دې اړه داسې وايي:« د تېرکال په شان په روان کال کې هم پوستې پرځېدلي د دې لپاره باید قوي امنیتي پوستې جوړې شوې وای چې جوړې نه شوی که دا ځل قوي پوستې جوړې نهشي یو ځل بیا پرځېږي غوښتنه مو دا ده باید د ډیورنډ ګرښې ته څېرمه په جانيخیلو ولسوالۍ کې قوي پوستې جوړې شي.»
د پکتیا جانخیلو ولسوالی د ډیورنډ هغې غاړې ته له کورمې ایجنسۍ سره په پوله پرته ولسوالی ده دغه ولسوالی د خوست له موسی خېلو او صبریو ولسوالېو سره هم پوله لري.