Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حکمتیار او نور ترمنځ د لفظي شخړو له زیاتوالي اندېښنې

 په داسې حال کې چې د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي ګوندونو د مشرانو ترمنځ لفظي شخړې یوځل بیا زیاتې شوي، خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي دا ډول شخړې د هېواد په ګټه نه بولي.

  د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي ترمنځ د جنجالونو په دوام د بلخ والي او د جمعیت اسلامي اجراییه ریس عطامحمدنور یو ځل بیا د اختر په لومړۍ ورځ په مزارشریف کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له داعش ډلې سره په لاس لرلو تورن کړ.

 هغوی د بلخ له والي او د جمعیت اسلام ګوند له اجرائیه رییس عطامحمد نور او د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار څخه غواړي چې خپل ارامښت وساتي او پر یو بل د تورونو پرې کول بند کړي.

د ولسي جرګې غړي عبیدالله بارکزي څرګنده کړه:«یو دوه درې کسه د خپلو شخصي ګټو لپاره هرڅه وايي چې دا د حزب له ادرسه نه دي، هېڅکله حزب اسلامي تاسې او نه هم جمعیت اسلامي.»

له دې مخکې ښاغلي حکمتیار د افغانستان د ژغورنې له ایتلاف سره مخالفت اعلان کړ او احمدشاه مسعود یې د پاکستان له څارګرې ادارې اي اس اي سره په همکارۍ تورن کړ.

حکمتیار ویلي وو:«یوه له امر مسعود څخه پوښتنه وکړه چې څنګه په دغو طالبانو باور کوئ؟ وې ویل چې په ای اس ای کې مو ملګرو ډاډ راکړی چې طالبان به مزاحمت ونه کړي.»

عطامحمدنور ټینګار کوي چې حکمتیار د افغانانو په ډله‎ییزه وژنه کې لاس لري او د هېواد د یو شمېر قومونو په وړاندې کرکه راپاروي.او هغه له داعش ډلې څخه په ملاتړ تورنوي.

د بلخ والي عطامحمد نور په دې اړه وویل:«هغه (حکمتیار) چې له داعش سره یې بعیت کړی وه، خپل هغه بعیت یې نه دی اخیستی، زه وایم چې دا ټولې کورنۍ جګړې چې د داعش په نامه، او داعش چې څېره ښکاره کوي په یو ډول دا ښاغلی په کې لاس لري.»

هغه د بلخ د ولایتي شورا د غړي آصف مومند ادعاګانې یوه سیاسي دسیسه بولي.

خو د دغو څرګندونو په وړاندې د ښاغلي مومند غبرګون څه دی؟

د ولسي جرګې د دغه غړي په اند د سیاسي ګوندونو مشران پر یو بل د نیوکې حق لري خو دا نیوکې باید دومره نه وي چې د هیواد اوسنی کړکیچ پراخ کړي.

شریک یي کړئ