Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خواله رسنیو د قانون د تعدیل پر هڅو د رسنیو نیوکې

کابو شل د انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو او همداراز له ازادو رسنیو ځينو ملاتړو بنسټونو ولسمشر غني ته په یوه اعتراضیه لیک کې د رسنیو د فعالیت د راتلونکي او همداراز د بیان ازادۍ په برخه کې خپلې جدي اندېښنې مطرح کړې دي.

دغو بنسټونو په یوه اعتراضیه لیک کې ولسمشر ته خبرداری ورکوي چې د خواله رسنیو په قانون کط رامنځته شوي تعدیلات، په هېواد کې د خواله رسنیو او بیان ازادۍ د فعالیتونو د محدودېدو لامل کېږي.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیت کمېټې رییس نجیب شریفي په دې اړه وویل:«که چېرې دغه طرحه چې ټاکل شوې ده د تصویب لپاره ملي شورا ته واستول شي؛ تصویب شي د رسنیو پر کار به ډېر جدي محدودیته رامنځته کړي.»

په دې لیک کې راغلي چې د تعدیل شوي قانون طرحه، د اساسي قانون د ۳۴، ۱۲۰ او ۱۲۲ مادو خلاف ده او په دې سره د خبریالانو او د رسنیو د فعالیتونو په برخه کې ډېر محدودیتونه په پام کې نیول شوي دي.

د دغه لیک په یوې بلې برخه کې راغلي چې، د ټولیزو رسنیو د قانون ډېری تعدیل شوې مادې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۱۹مې مادې پر خلاف دي. په هغې ماده کې له محدودیت پرته د بیان ازادۍ تضمین شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو د فډراسیون مسوول حجت الله مجددي وویل:«لکه څرنګه چې لیدل کېږي نوي تعدیلات د بیان ازادۍ محدودونکي او د اساسي قانون د ۳۴ مادې او د بشري او سیاسي حقونو نړیوال تړون له ۱۹مې مادې له روحیې سره موافق نه دي.»

په داسې حال کې چې د خواله رسنیو په اوسني قانون کې راغلي چې، اطلاعاتي سرچینې یوازې د محکمې په لارښوونه افشا کېدی شي؛ خو په تعدیل شوې طرحه کې د نړیوالو اصولو پر خلاف راغلي چې اطلاعاتي سرچینې پولیسو، امنیت او څارنوالۍ ته هم ښودل کېدای شي.

له دې سره سم، له خبریالانو ملاتړ بنسټونه خبرداری ورکوي او وايي، لا تر اوسه روښانه نه ده چې، دغه تعدیلات ولې او څرنګه له رسنیو او همداراز د ازادو رسنیو له ملاتړو بنسټونو سره له سلامشورو پرته رامنځته شوي دي.

د نی اجرايي رییس مجیب خلوتګر څرګندوي:«په خپله پر رسنیو څارنه یې د حکومت یوه مشخص بنسټ کې شامله کړې چې کولای شي حاصل یې ظلم وي.»

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټینګار کوي چې، دغه بنسټ د بیان ازادۍ ساتنې ته ژمن دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند صابر مومند وايي:«د رسنیو قانون کې چې هر ډول بدلون او تعدیل راځي د ټولو رسنیو له مسوولینو او رسنیزو بنسټونو او هم چاپي رسنۍ او د رسنیو کورنۍ شریکېږي.»

د خواله رسنیو د قانون د تعدیل طرحه نوې د کابینې له لوري تایید شوې او ټاکل شوې د تصویب په موخه ملي شورا ته هم واستول شي.

د دغه لیک په یوې بلې برخه کې راغلي چې، د ټولیزو رسنیو د قانون ډېری تعدیل شوې مادې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۱۹مې مادې پر خلاف دي.

شریک یي کړئ