له رسنیو د د فاع بنسټونو پر شیبه راډیو د ناپېژانده وسلهوالو برید وحشیانه بللی او پر امنیتي ادارو یې غږ کړی چې د دغو کسانو په نیولو کې بې غوري ونه کړي.
د شیبه راډیو مسوولین وايي، په یو موتر کې څو کسه ناستو وسلهوالو د راډیو پر ودانۍ تېره شنبه (د کب۲۶مه)برید کړی او د څو کارکوونکو له وهلو ډبولو وروسته تښتېدلي دي.
د دې راډیو مسوؤل، ممنون مقصودي څرګندوي:«پر موټر سپرو کسانو غوښتل چې له موانعو تېر شي، خو ساتونکو پرېنښودل، خو دې وسلهوالو کسانو د راډیو ساتونکي ووهل او کارکوونکي ووهل.»
په همدې حال کې د راډیو کارکوونکي وايي چې امنیتي بنسټونه باید د پېښې عاملین ونیسي.
د راډیو کارکوونکې، جمیله وايي:«پر ډوډۍ وو چې غږونه مو واوریدل او کله چې انګړ ته ووتو وسلهوال مو ولیدل، فکر مو وکړ چې ځانمرګی راغلی.»
بله کارکوونکې، انیسه زیاتوي:«موږ له دولت څخه غواړو چې د خبریالانو امنیت وساتي.»
په همدې حال کې د خبریالانو دفاع بنسټونه دا پېښه وحشیانه بولي.
د خبریالانو یوې ټولنې مسوؤل، محبوبالله وايي:«دا وحشیانه برید بولو او له اړوند بنسټونو غواړو چې دا کسان وپېژني او قانون منګولو ته یې وسپاري.»