Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سلیماني د وژل کېدو په اړه د افغان چارواکو غبرګون

د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې قومندان قاسم سلیماني وژل کېدو په افغانستان کې هم غبرګونونه لرلي دي.

په افغانستان کې ځينې سیاستوال او د ګوندونو مشرانو د سلیماني د وژل کېدو په اړه بېلابېل لیدلوري لرلي دي.

مخکني ولسمشر حامد کرزي پر بغداد هوايي ډګر باندې د امریکايي ځواکونو د هغه هوايي برید چې په پایله کې یې قاسم سلیماني وژل شوی، غندلی او هغه یې په سیمه کې «د سولې او ټیګاو او همداراز د نړۍوالو اصولو او موازینو خلاف کړنه» بللې ده.

د ښاغلي کرزي د دفتر په یوې اعلامیې کې راغلي چې، مخکني ولسمشر د قاسم سلیماني کورنۍ، د ایران دولت او خلکو ته تسلیت ویلی او همداراز ورسره یې غمشریکي کړې ده.

نوموړي همداراز زیاتوي چې، دغه برید به په سیمه کې د تاوتریخوالو او دوښمنیو د ډېرېدو لامل شي، د سیمه او هېواد سولې ته به هم زیان ورسوي.

حامد کرزي پر قاسم سلیماني د امریکا برید وغنده.

د مخکني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خُرم په دې اړه وايي:«هغه شخړه چې امریکا، له هغې ډلې دغه پېښه هم ده، دا په خپله د افغان سولې په زیان به وي، په سیمه کې به شخړې زیاتې کړي او وضعیت به لا پېچلۍ کړي.»

له بل لوري د ولسمشرۍ یو نوماند عبداللطیف پدرام پر خپله فېسبوک پاڼه پر قاسم سلیماني د امریکا برید د نړیوالو قوانینو پر خلاف کړنه بللې ده.

«د امریکا رژیم په نړۍ او زموږ په سیمه کې د ډېریو شرارتونو سرچینه ده. پر سردار قاسم سلیماني ترهګریز برید سره له دې چې، د نړیوالو قوانینو پر خلاف کړنه ده، د دولتي ترهګرۍ ښکاره بېلګه هم ده.»

د افغانستان د اسلامي ملي جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلُق هم په دې اړه وویل:«د غه پېښه دې د طالبانو په لیکو کې د هغوی د ملاتړ په پار ډېره اغېزه ونه کړي چې د افغانستان خلک له جګړې اغېزمن دي.»

په هېواد کې سیاسي فعال داوود ناجي هم د سلیماني د وژل کېدو د ناوړه پایلو په اړه وايي:«لیرې ګڼم چې طالبان دې د ایران په ګټه پر امریکايي موخو برید وکړي.»له دې سره جوخت د افغان ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د ملي امنیت مخکنی رییس رحمت الله نبیل په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د سلیماني وژنه به په سیمه کې شخړې رامنځته کړي:«سلیماني دا چې د ایران د ملي ګټو لپاره یوه پانګه وه، د سیمې لپاره هم یو ګواښ و. هغه په سیمه کې د بیابتي جګړې یو له متفکرو مغزونو و. فاطمیون، زینبیون، حیدریون او حسینیو هغه ډلې چې هغه په دې وروستیو کلونو کې جوړې کړې دي. د هغه مرګ به په سیمه کې شخړې زیاتې کړي.»
 
رحمت الله نبیل وايي چې د قاسم سلیماني د وژل کېد له امله به په سیمه کې شخړې زیاتې شي.

نبیل همدارنګه زیاتوي چې افغانستان باید له دغې شخړو څخه لیرې وساتل شي«له هغې پرته به په اوسني وضعیت کې په افغانستان کې د وضعیت نازک حالت به زیات کړي.» 

قاسم سلیماني د سپاه پاسداران د قدس ډلې قومندان و او د سوریې په جنګي لیکو کې په ایران کې دننه د افغان کډوالو او آن په افغانستان کې دننه د افغانانو په جذبولو کې ډاګیزه ونډه لرله.

هرات کې د مدني ټولنې فعال کمال په دې اړه وايي:«د سلیماني وژنه، له شک پرته له یوې خوا به په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د کموالي لامل شي، د ایران دولتي چارواکو لپاره به د سرتېرو نیول به ډېر محدود شي.»

له دې سره سم، د هېواد یو شمېر مخکني پوځيان او سیاستوالان سر له دې چې، د منځني ختیځ هېوادونو په پرتله د امریکا او ایران تر منځ په نښته کې د افغانستان د زیانمنېدو شونتیاوې کمې بولي؛ خو د افغانستان پر سولې او جنګ د دغې پېښې له اغېزو هم خبرداری ورکوي. 

قاسم سلیماني د جمعې په ورځ د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکا په برید کې ووژل شو.

د کورنیو چارو وزارت مخکنی مرستیال میرزا محمد یارمند څرګندوي:«افغان دولت باید د دې مسلې په اړه د ایران اسلامي جمهوري او امریکا ترمنځ ډېر نږدې تفاهم رامنځته کړي چې له هغې حادثې چې ناورین رامنځته کوونکي به وي افغانستان ته یې د راتګ مخنیوی وشي.»

د ولسمشر د فرهنګي چارو سلاکار سالم حسیني هم وايي:«افغان دولت په هېواد کې د ارامښت، امنیت او ټیکاو ټیګښت لپاره باید له هر ډول خوځښت تر نظر لاندې ولري؛ په ځانګړې توګه د سوېل ختیځې حوزې امنیتي تابیاوې او ځانګړي مراقبتونه ټینګ ګړي.»

قاسم سلیماني په سیمه کې له مخکښو ایراني پوځيانو و او همداراز د فاطمیون لښکر چې د افغان کډوالو له ځوانانو جوړه ده، د نوموړي تر قومندې لاندې فعالیت کاوه.

د قاسم سلیماني ترڅنګ «د عراق حزب الله کتایب» او د لبنان جزب الله له پولو اخوا عملیاتونو قومندان په ګډون اوه تنه وژل شوي دي. 

کشته شدن قاسم سلیمانی در یک حمله هوایی ایالات متحده امریکا، با واکنش‌های شماری از سیاست‌گران و احزاب افغانستان روبه‌رو شده‌است.

شریک یي کړئ