کابل کې د امریکا سفارت نن (سېشنبې د مرغومې په ۱۸ مه) د یوې خبرپاڼې له خپرېدو سره ویلي چې د الن مایزن هایمر په مشرۍ د دغه سفارت د ډپیلماټانو یوه پلاوي هرات ته سفر کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ټاکل شوې دغه پلاوی د هرات له سرپرست والي محیالدین نوري او د مدني ټولنې له مشرانو چې له ښځو، ځوانانو، علماوو او مطبوعاتو استازيتوب کوي، سره وويني.
په خبرپاڼه کې همدارنګه کاږل شوي چې د دغه سفر موخه د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو له لارې افغانستان کې د جګړې د پای په پار د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هڅو ملاتړ دی.
امنیتي چارواکو همدارنګه د بادغیس او هرات د امنیتي وضعیت په اړه سره خبرې وکړې، او د هغو لارو چارو په اړه چې امریکا د هغې له استفادې سره هغه سیمهییزې هڅې چې د جګړې او تاوتریخوالي د کموالي لپاره دي ترې ملاتړ وکړي هم بحث وکړ.
په خبرپاڼه کې د دې یادون هم شوی چې پلاوي له ولایتي چارواکو، نړیوالو مرستندویه موسسو او همدارنګه هغه کارکوونکي چې د سږنۍ وچکالۍ ځپلو سره یې په مرسته کې ونډه لرله هم لیدلي دي.
چارواکو د بادغیس او هرات له بېځایه شویو کسانو سره د امریکا او نړیوالو مرسته کوونکو بشرپاله مرستو د سپارلو له بهیره څارنه وکړه.
دا مرستې د هغو بېځایه شویو لپاره برابر شوي دي چې سږني ژمي کې په اضطراري وضعیت کې دي څو د هغوی لومړنۍ اړتیاوې تر پسرلي پورې پوره کړي.
۲،۶ مېلیونه افغانانو چې په ۲۲ ولایتونو کې د وچکالۍ له امله زیانمن شوي او په خپلو اصلي سیمو کې مېشت دي، له نړیوالو مرستو برخمن شوي دي.
په ټولیزه توګه امریکا په ټول هېواد کې څه باندې ۲۲۸ مېلیون ډالرو په ارزښت بشرپاله مرستې برابرې کړې دي.