Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې بهیر په تړاو کابل کې د غني او خلیلزاد لیدنه

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او له ولسمشر غني سره یې د سولې پر موضوع خبرې کړې دي او دواړو لورو پر اوربند ټينګار کړی.

د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي چهارشنبې(د لیندۍ په ۲۷مه نېټه) وايي، ښاغلي خلیلزاد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر سره کابو یو ساعت خبرې کړې دي.

ښاغلی صدیقي وايي د سولې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي قطر کې د واشنګټن او  طالبانو په دې تړاو اسلام اباد ته یې د خپلو وروستیو سفرونو په تړاو ولسمشر غني ته مالومات ورکړي.

همداراز له ولسمشرۍ نه په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي دي چې د دواړو لورو د خبرو اصلي محور، د اوربند تامین او له افغانستانه بهر د طالبانو پر پټنځایونو تمرکز و.

خبرپاڼې ویلي چې ولسمشر غني په دې کتنه کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر دوام خپلې اندېښنې بیان کړې دي.

خبرپاڼه د ولسمشر غني له قوله وړاندې کاږي چې د افغانستان دولت او خلک په بشپړ ډول تلپاتې سوله غواړي او په دې برخه کې هېڅ ډول شک نشته دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې خلیلزاد او غني هیله وښودلې چې په افغانستان کې د پایداره سولې لپاره باید لومړی اوربند وشي

پر بګرام اډې له بریده دوې ورځې وروسته، په دوحې کې مرکچي پلاوو په خبرو کې د لنډ ځنډ خبر ورکړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې خبرې د لنډ ځنډ لپاره درېدلي دي، تر څو طالبان وکولی شي پر مهمو بحثونو له خپلو مشرانو سره مشورې وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد تېره میاشت پاکستان ته دوه ورځنی سفر درلود.

هغه مهال پاکستان کې د امریکا سفارت د اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې خلیلزاد د خپل سفر په ترڅ کې د افغان سولې په تړاو له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.

خلیلزاد مخکې له دې سفره له کابله هم لیدنه کړې وه.

وروسته له هغې ښاغلی خلیلزاد دوحې ته په سفر ولاړ او له طالب استازو سره یې خبرې پیل کړې.

له طالبانو سره د امریکا خبرې کابو دوه میاشتې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ لخوا ودرول شوې.

ټرمپ د دغو خبرو د درولو لامل د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو برید وباله چې په پایله کې یې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

د ولسمشر ویاند وايي چې ولسمشر غني او زلمي خلیلزاد دسولې بهیر په تړاو خبرې کړې دي

شریک یي کړئ