د سولې غوښتونکي کاروان د غړو د سفر په دوام کې هلمندي ځوانان د غزني په لور روان شول.
د هلمند سوله غوښتونکي ځوانان کابو شل ورځې کېږي چې له هلمنده پلي د کابل په لور حرکت کړی دی.
د دغو ځوانانو کاروان چې درې ورځې وړاندې د زابل ولایت په شاه جویې ولسوالۍ ته رسېدلي وو، د دغه ولسوالۍ د خلکو له خوا یې تود هرکلی وشو او د شاه جویې ځینې اوسېدونکي هم له دغه حرکت څخه ملاتړ وکړ.
دغو ځوانانو له هغې وروسته پرېکړه وکړه چې د هلمند – کابل لاره پلې کچ کړي چې په هلمند کې د ناامنۍ او د سولې د ټینګښت له امله تر دوه میاشتني پرلت او اعتراض وروسته ښکېلو لورو د هغوی غوښتنه ونه منله.
هغوی دا ځل له طالبانو او حکومت څخه غواړي چې لږ تر لږه دې د روژې د مبارکې میاشتې د درناوې په پار دې اوربند وکړي او د سولې خبرو اترو ته دې زمینه برابره کړي.
یو له دغو ځوانانو مولاداد په دې اړه وايي:«د شاه جویې اوسېدونکو له موږ څخه ښه هرکلی وکړ او موږ د شاه جویې له هر طبقې خلکو سره خپلې غونډې ترسره کړې او خپل پرېکړهلیک مو له هغوی سره شریک کړ؛ هغوی ډېر خوشحاله دي او جګړه غندي او له سولې ملاتړ کوي.»
په همدې حال کې د زابل د شاه جویې ولسوالۍ اوسېدونکي، د دولت له مخالفو وسلهوالو څخه غواړي چې له جګړې لاس واخلي:« موږ له دې لپاره له دغه خوځښت څخه هرکلی کوو چې دا حرکت ډېر یو ښه اقدام دی او د سولې او د امنیت د تامین لپاره دی.»
دغه اعتراضونه، درې میاشتې مخکې له هغې وروسته پیل شول چې په هلمند کې د یوه لوبغالي تهڅېرمه چاودنه کې، ۱۶ تنه مړه او څه باندې پنځوس تنه نور پټيان شول.