Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"د سولې هغه پروګرامونه چې کابل په کې شامل نه وي د تایید وړ نه دي"

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني، سولې ته د رسېدو لپاره یوازینۍ لار د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې اترې بولي.

صلاح‎الدین رباني چې د دوشنبې په ورځ (د کب په ۲۰ مه) کابل کې د المان د بهرنیو چارو له وزیر هایکوماس سره په خبري ناسته کې خبرې کولې څرګنده کړه، د سولې په درشل کې هر هغه پروګرام چې په هغه کې د افغان حکومت او د افغانستان د خلکو ونډه له پامه غورځېدلې وي، د کابل د تایید وړ نه ده.

ښاغلي صلاح‎الدین زیاته کړه:«سولې ته د افغانستان د خلکو د رسېدو لپاره د ټولو سیمه‎ییزو هېوادونو او نړیوالو همکارانو له هڅو مننه کوم؛ خو ټینګار کوم هر پروګرام چې په هغه کې د افغان حکومت او د خلکو ونډه په کې له پامه غورځېدلې وي، نه یوازې زموږ د تایید وړ نه ده؛ بلکې تجربې ښودلې ته چې داشان پروګرامونه نه شي کولای په افغانستان کې تلپاتې سوله او ټیکاو تامین کړي.»

اخوا هایکو ماس د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په خبري ناسته کې په سیمه کې له کورنیو او بهرنیو هڅو هرکلی کوي، خو زیاتوي دا هڅې باید په افغانستان کې پرمختګونه شاته ونه غورځوي.

د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس څرګندوي:«زه پوهېږم چې زموږ امریکایي شریکان پوه دي چې د سولې بهیر باید د ناسمو جوړجاړیو لامل نه شي، ځکه د افغانانو اندېښنې د درک وړ دي، باید بشري حقونه، پوهنه او نور ارزښتونه چې ترلاسه شوي شاته ونه غورځول شي، فکر نه کوم چې دا کار د تلپاتې سولې لامل شي او ښې پایلې ولري، له همدې امله فکر کوم چې په دوحه کې به دا ډول تېروتنه ونه شي»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په بُن کې د افغانستان په اړه د بلې ناستې د جوړېدو لپاره د خپل هېواد د چمتووالي خبره هم کوي، خو دا کار د سولې په خبرو کې په پرمختګونو او په دې هکله له جرمني په غوښتنو پورې اړوند بولي.

له بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سولې په خبرو کې د کابل او افغانستان د خلکو مشري په هېواد کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره یوه اساسي اړتیا ګڼي.

جرمني چې له افغانستان سره د دوستۍ څه د پاسه سل کلنه مخینه لري، په اوسني وخت کې د دغه هېواد کابو ۱۳۰۰ افسران او سرتېري د پرېکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغانستان په شمال کې فعالیت لري.

سربېره پر دې جرمني د بروکسل په ناسته کې ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پورې په کال کې ۴۳۰ مېلیون یورو له افغانستان سره مرسته کوي. 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته په سفر کې له کابل سره د برلین د پوځي او ملکي مرستو پر دوام ټینګار کوي.

شریک یي کړئ