Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې هڅو سره هم مهاله د دولتي ځواکونو او طالبان ترمنځ نښتو دوام

د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د پيل په درشل کې په هېواد کې جګړې زوی اخیستی او تاوتریخوالی هم دوام لري.

د رپوټونو پر بنسټ په تېرې یوې اوونۍ کېو د ورځې د هېواد کابو لس ولایتونه د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې شاهد وو.

د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې  په تېره یوه میاشت کې طالبانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۱۵۰۰ بریدونه کړي دي. په دغو پېښو کې د پوځیانو مرګ ژوبله نه ده روښانه شوې.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په دې اړه وايي:«طالبان لا هم لکه څرنګه چې تمه کېده د تاوتریخوالي کموالي ته ژمن نه دي او هره ورځ په تاوتریخوالي لاس پورې کوي.»

د سولې د عالي شورا پخوانی غړی امین وقاد هم په دې اړه وویل:«طالبان د دې وړتیا لري چې تاوتریخوالی کم کړي او دا یو مسوولیت دی، دیانت دی او د افغانستان د خلکو حق دی.»

ورته مهال هېوادوال پوښتي چې که طالبان سوله غواړي ولې له جګړې لاس نه اخلي.

دوی له حکومت او طالبانو غواړي چې پر خپلو ژمنو په تېره بیا د تاوتریخوالي د کموالي او د بندیانو د خوشي کېدو په برخو کې عمل وکړي او تر دې زیات وضعیت له ننګونو سره مخ نه کړي.
 
د کابل اوسېدونکی محمد عوض فدايي وايي:«۲۱ کلن زوی مې شهید شو. نور څوک نه لرم. نه ګدايي کولای شم او نه هم جګړه کولای شم او نه هم چور.»   
 
د کابل بل اوسېدونکی احمد نجیم کارګر هم وویل:«زما ۲۷ کاله عمر په جګړه کې تېر شو. نور نو جګړه او تاوتریخوالی بس دی.»

خو تر دې وړاندې پنټاګون د طالبانو او القاعدې د اړیکو پر دوام اندېښنه ښودلې ده. د امریکا دفاع وزارت په یوه رپوټ کې ویلي دي چې په طالبانو پورې اړوند ټيټ پوړي کسان د هند په نېمه وچه کې له القاعدې سره اړیکې لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي ویلي دي چې د طالبانو د تاوتریخوالي دوام د منلو نه دی.

هغه څه چې د ملګرو ملتونو سازمان یې وايي د افغانانو ترمنځ خبرې اترې به د دغې میاشتې په پای کې د قطر په دوحه کې ترسره شي.

شریک یي کړئ