Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې کلۍ کابل کې ده؛ دخلیلزاد ددې خبرې په اړه بېلابېل غبرګونونه

د ملي امنیت پخوانی رییس او په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح د فېسبوک پر پاڼه لیکلي د سولې کلۍ په راولپنډۍ کې ده نه په کابل کې، ښاغلی صالح لیکي سوله یوه اړتیا ده خو هغه څه چې طالبانو او پاکستانیانو د سولې د بستې په توګه موږ ته نه بلکې امریکا ته ورکړي د تسلیمۍ او ذلت بسته ده.

بلخوا ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل هم د پاکستاني استخباراتو او د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ موافقې ته په اشارې سره چې د نوموړي په وینا د خپل ماموریت پرمهال یې د هغې د لاسلیکولو مخنیوی کړی وايي د طالبانو او امریکا ترمنځ موافقه کې د دې مادې شاملول ښيي چې څوک چا ته تسلیم شوي دي.

بلخوا د امریکا ټینګار په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول او د سولې په هکله د ډاډ ترلاسه کول دي. 

د سپينې ماڼۍ ویانده ساران سنډرز په دې اړه وايي:«زموږ لومړیتوب په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول او په دې هکله ډاډ ترلاسه کول دي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په مرکز نه بدلېږي، د ځانګړو مسلو په اړه به خبرې دوام ولري.»

په دې لړ کې د اسلامي جمعیت اجراییه رییس د سولې له اوسنیو هڅو په ملاتړ سره وايي د هېواد مشران په تېره بیا ولسمشر دې له غوسې ډک چلند او احساساتي غبرګونونو څخه چې د هېواد په ګټه نه دي ډډه وکړي او باید د سولې د ټینګښت لپاره رامنځته شوی فرصت د ولسمشر او د هغه د نږدې کسانو د واک د خوندیتوب له امله له لاسه ونه وځي.

د حق و عدالت ګوند مشر معین څمکني په دې اړه وویل:«طالبانو پر دې ټینګار کوي چې باید لنډمهاله اداره رامنځته شي. یعنې زلمی خلیلزاد ښايي وغواړي که‎چېرې افغان حکومت لنډمهاله ادار ومني په هغه صورت کې به کلۍ یې دا وي.» 

له بلخوا محمد محقق چې د اجراییه ریاست د دوهم مرستیال په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي خبرداری ورکوي که د زلمي خلیلزاد هڅې ناکامې شي د افغانستان کړکېچ به اوږد شي.

د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق څرګنده کړه:«ښه ده چې خلیلزاد دغه فرصت وکړو، او خلیلزاد دې دا هم په پام کې ونیسي چې پر یوه ګل نه پسرلۍ کېږي. چې یوازې امارات یې ولیدل یا عربستان او پاکستان یې ولیدل، نو دا ستونزه حل شوه، ډېری هم ګډې سیمه‎ییز هېوادونه دي چې هغوی یې په پام کې نه دي نیولي. خدای مه کړه چې موږ له یوې بلې ستونزې سره مخ نه شو. هغه باید له بهر او دننه جامع حرکت وکړي.»

داسې ښکاري چې د سولې هڅې چټکې او همداراز پېچلې شوې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دوحه کې د طالبانو له استازو سره له شپږ ورځنیو خبرو او له ولسمشر غني سره له کتنې وروسته وویل د افغانستان د سولې کلۍ په کابل کې ده.

شریک یي کړئ