Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طلوع نیوز د وژل شوي خبریال او انځور اخیستونکي د انځورونو پنځونه

د طلوع نیوز د خبریالانو صمیم فرامرز او رامز احمدي د لومړي تلین په رارسېدو یو شمېر ځوانانو پر دېوالونو د دوی انځورونه نقاشي کړي دي.

دغه ځوانان وايي، دغه خبریال او انځور اخیستونکي هېڅ ګناه نه لرله او د خپلې دندې پر مهال وژل شوي چې باید دا جرم هېر نه کړای شي.

دا ځوانان زیاتوي د صمیم فرامرز او رامز احمدي د انځورونو له پنځونې سره غواړي دا پیغام ورکړي چې دوی به د بیان او رسنیو له خپلواکۍ ملاتړ هېڅکله پرې نه‎ږدي.

د طلوع نیوز د دغه خبریال او انځور اخیستونکي تصویرونه د کابل ښار په کارته چهار سیمه کې پنځول شوي دي.

د دغو انځورونو ترڅنګ دغو ځوانانو لیکلي «په کوم جرم وژل شوي یوو؟» هغه پوښتنه چې په هېواد کې د هر ولسي وګړي په وژل کېدو سره، په ځلونو د هغوی کورنۍ له ترهګرو او حکومتي چارواکو پوښتلي، خو ځواب نه دی ورکړل شوی.

صمیم فرامرز او رامز احمدي، د چهارشنبې پر ماښام د هغه ځانمرګي برید د پوښښ لپاره چې د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه سپورټي کلپ شوی وه تللي وو؛ خو شېبه وروسته، د دې خبر راورسېد چې طلوع نیوز خپل دوه کارکوونکي او کابو ۲۰ تنه نور چې ویل کېږي په منځ کې یې د نورو رسنیو کارکوونکي هم شامل دي، په دویم برید کې چې د یوه موټربم له امله وه، وژل او ټپيان شوي دي.

فرامرز او احمدي هغه مهال د دغه برید موخه وګرځېدل چې د طلوع نیوز په مرکزي سټډیو کې خپلو همکارانو ته د پېښې له سیمې د رپوټ ورکولو په حال کې وو.

صمیم فرامرز کابو درې کاله مخکې له طلوع نیوز سره یوځای شو او په دغې موده کې یې، په فرهنګي برخو او د لسګونو رپوټونو د چمتو کولو، د اداري فساد او په هېواد کې د ټولنیز اوضاع په اړه د رپوټونو سربېره، تر ډېره په پلازمېنه او د هېواد په نورو برخو کې د ځانمرګو بریدونو او د جګړې له ډګرونو رپوټه ورکول.

رامز احمدي هم د فرامرز په توګه، په هېواد کې د ورځنیو او د جګړه ځپلو برخو څخه دخبرونو د پوښښ او همدارنګه د تصویر اخیستو په کار کې مخکښ وه.

هغه څه باندې څلور کاله له طلوع نیوز سره کار وکړ او د تصویر اخستو د کار سربېره د حقوق پووهنځۍ زده‎کړیال هم و. احمدي ۲۳ کلن و، او تل د خپلې کورنۍ د اړتیاو د برابرولو او په خپل کار او زده کړو کې د پرمختګ لپاره هڅه کوله. 

دا دوه تنه په داسې حال کې د چهارشنبې پر ماښام د دویم برید موخه وګرځېدل چې له دې مخکې د طلوع نیوز یو بل تصویر اخیستوونکی یارمحمد توخي په ورته پېښه کې، د کابل په شش درک سیمه کې روح حق ته وسپاره.

شریک یي کړئ