Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فاریاب پر پښتون کوټ ولسوالۍ د طالبانو برید

د ۲۰۹ شاهین قول  اردو په خبرپاڼه کې یک شنبې( لړم په ۵مه نېټه) راغلي چې د فاریاب پر پښتون کوټ ولسوالۍ د طالبانو ډله ییز برید په شا تمبول شوی او په پایله کې یې ۵۳طالبان  وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

خبرپاڼه زیاتوي نښته تېره شپه ۸:۳۰  هغه مهال پیل شوه چې یو شمېر وسله والو د پښتون کوټ ولسوالۍ په خواجه ناموسي کلي کې د افغان ځواکونو پر څو پوستو بریدونه پیل کړل.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي:«دغې نښتې څو ساعته دوام وکړ چې یادې ډلې د مهمو کسانو لکه قاري علاوالدین، صوفي حمیدالله او قاري محمد هم په کې وژل شوي دي.»

د شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې افغان ځواکونو د هوايي ځواک په مرسته د طالبانو برید په شا تمبولی او همداراز د یادې ډلې یو شمېر وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته لوېدلي دي.

خبرپاڼه بیانوي:«د ۵۳ طالبانو له وژل کېدو سره دغه برید ناکامه شوی او طالبان له سیمې تښتېدلي دي.»

خبرپاڼې افغان ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

طالبانو نښته تایید کړې، خو شوې ادعاوې یې رد کړې دي.

د شاهین قول اردو د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د طالبانو برید د افغان ځواکونو لخوا په شا تمبول شوی دی

شریک یي کړئ