Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوړو زده کړو وزارت: د ایاز نیازي د وژلو دوسیه دې ژر وڅېړل شي

د لوړو زده کړو وزارت او د دین عالمان، ژر تر ژره د وزیر محمد اکبرخان د جامع جومات د خطیب دوکتور ایاز نیازي د وژلو دوسیې و څېړنې او وروستي کېدو غوښتونکي دي.

دوکتور ایاز نیازی د تېرې اوونۍ د سې شېنبې پر ماښام د وزیر محمد اکبر خان په جومات کې یوې چاودنه کې ووژل شو. 

حکومت له دغې پېښې یوه ورځ وروسته اعلان وکړ چې یو شپږ کسیز پلاوی دغه پېښه به وڅېړي، خو تراوسه د دغه کار پایله روښانه نه ده.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالتواب بالاکرزی وايي:«زموږ او د ټول ملت غوښتنه دا ده چې دغه پېښه باید په جدي توګه وڅېړل شي او خلکو ته څرګنده شي.»

ښاغلی نیازی د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد هم و.
               
بل خوا د ډاکټر محمد ایازنیازي مشر زوی د خپل پلار لارې ته پر دوام ټینګار کوي:«که چېرې دوی مجاهدین له منځه وړي او یا یو دعوت کوونکی له منځه وړي، ایا ستاسو په نظر جهاد له منځه ځي؟ جهاد به ودرېږي؟ نه.»

په کابل کې د وزیر محمد اکبرخان په جومات کې له چاودنې وروسته د کابل د نهمې امنیتي حوزې ځینو برخو پوځي بڼه خپله کړې ده.

ځينې هېوادوال امنیتي ادارې د ترهګریزو پېښو په مخنیوي کې په ناغېړۍ توروی او وایي چې له هرې پېښې وروسته د لارو په تړل کېدو سره خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
   
د کابل اوسېدونکی ګلاب الدین وايي:«په هغه وخت کې چې پېښه رامنځته کېږي هغه وخت ټول لاس په کار کېږي او خلک ځوروي.»
       
د کابل بل اوسېدونکی صفی الله هم زیاتوي:«کله چې یوه پېښه رامنځته کېږي له هغې وروسته امنیتي ځواکونه لاس په کار کېږي. له پېښې مخکې، امنیتي ځواکونه د غلفت په خوب ویده وي.»

د وزیرمحمد اکبرخان په جومات کې د  تېرې اوونۍ د سه شنبې د ماښام په چاودنه کې د ډاکټر محمد ایاز نیازي په ګډون دوه تنه ووژل شول او اته تنه نور ټپیان شول. دا پېښه له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره هم مخ شوې ده.

شریک یي کړئ