په چین کې د مسلمانانو د ځپلو په اړه د افغان حکومت او سیاستوالو چوپتیا له یو لړ نیوکو سره مخ شوې ده.
د افغانستان د علماو شورا او د ملي شورا ځينې غړي وايي چې د مسلمانانو او د اسلامي هېوادونو مسوولیت دی څو د مسلمانانو په وړاندې د بې اعدالتۍ پر ضد غږ پورته کړي.
اخوا نیویارک ټایمز داسې اسناد خپاره کړي چې له مخې یې، د چین ولسمشر شي جین پینګ په ۲۰۱۴ کال کې د واک له ترلاسه کولو یو نیم کال وروسته، سنکیانګ ولایت ته سفر کړی و. د دغه رپوټ پر احواله، د اویغوریانو او د نورو مسلمانانو چې په سنګیانګ ایالت کې ژوند کوي، د نیولو فکر له هماغه ځایه پیل شو.
د دغه راپور په یوې برخې کې راغلي چې، شي جین پینګ سیمه ییزو مسوولینو ته په پټو بیانیو کې ویلي و چې، یوازې د اقتصادي وضعیت ښه والی نه شي کولی د ترهګرۍ مخه ډپ کړي او همداراز یې له کمونست ګونده غوښتي و، چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې له ډیکټاټورۍ کار واخلي.
سناتور او د حزب اسلامي غړی غیرت بهیر وايي:«له بده مرغه چې په اسلامي نړۍ کې همدا ستونزه لرو. داسې یو بنسټ چې د ټولو مسلمانانو تمثیلوونکی وي، او له ځواکمن دریځه د مسلمانانو له پېښو سره چلند وکړي داسې یو بنسټ نه لرو.»
د نیویارک ټایمز د راپور په یوې برخه کې د چین د ولسمشر له قوله راغلي، چې له کمونست ګونده یې غوښتي چې، باید د هغو پر وړاندې ټینګه اراده ولري او هېڅ رحم پرې ونه کړي.
د افغانستان د علما شورا غړی عطاالله لودین څرګندوي:«د ایغور د مسلمانانو، د فلسطین د مسلمانانو، او همدارنګه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر مسلمانانو چې کوم ظلمونه کېږي او پر خلاف یې جنایت روان دی، د دوی باید پوښتنه وکړي.»
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې خبرو کولو ته نه حاضرېږي، خو د ملي شورا یو شمېر غړي وايي اسلامي هېوادونه، افغان حکومت او یو شمېر سیاستوالان د شخصي ګټو له امله، د چین د بې عدالتیو پر وړاندې پټه خوله دي.
د ولسي جرګې غړی کرام الدین رضا زاده په دې اړه زیاته کړه:«له حکومته او اسلامي نړۍ څخه موږ تمه دا ده چې د هغه ظلم او ربړونې په اړه چې د چین پر مسلمانانو کېږي. خپل غږ پورته کړي.»
سناتور او د جنبش اسلامي ګوند مرستیال عبدالله قرلق هم وايي:«له بده مرغه یو لړ مسایلو او موضوعګانې او له واک سره مینه د دې لامل کېږي چې خپل غږ پورته نه کړي، »
د بشري حقونو بنسټونه د هغو کسانو شمیر چې د دیني افکارو له امله نیول شوي، څه باندې ۲ میلیونه کسان بولي؛ خو د چین حکومت دغه تورونه ناسم بولي او زیاتوي چې، دغه کسان په حرفه يي روزنځایونو کې دي نه په بند خونو کې.
په دې اړه مو اندونه