د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک او د ملي مصالحې عالي شورا له جوړېدو څخه کابو یوه اوونۍ تېرېږي، خو تراوسه د دغې شورا عملي کارونه پيل شوي نه دي.
سرچینې وايي چې د مصالحې د عالي شورا رییس له خپلو پلویانو سره کابینې او د حکومت نورو څوکیو ته د خپلو نژدې څېرو د ورپېژندلو په تړاو پر سلا مشورو بوخت دی.
د پوهنتون استاد احمد سعیدي په دې اړه وویل:«پر ملي مصالحې شورا په اړه هر څه چوپ دي، یوازې دواړه (غني او عبدالله) پر کابینه بوخت دي. د دوی لپاره د سولې په پرتله کابینه او د وزیرانو ګومارل ډېر ارزښت لري.»
په داسې وضعیت کې چې د دغه بنسټ د جوړېدو لپاره کار پېل شوی دی؛ د هېواد یو شمېر سیاسي څېرې ټینګار کوي چې د سولې په راوستو کې به د دغه بنسټ رول پیاوړی وي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ رییسه سیما سمر په دې اړه څرګندوي:«هغه کسان چې د مصالحې په شورا کې وي، په پلاوي او د سولې په نورو اړوندو برخو کې دي، باید کارپوه او ريښتني کسان وي.»
د حج او اوقافو وزارت نوماند وزیر عبدالحکیم منیب هم وايي:«موږ د سولې د راوستو په برخه کې منظمې، منسجمې، متحدانه او متعهدانه او مخلصانه هڅې لرلې دي.»
د ښاغلي عبدالله دفتر په دې تړاو نظر نه ورکوي؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي مصالحې په شورا کې د لومړنیو ګامونو د اخیستو خبر ورکوی.
د ولسمشرویاند صدیق صدیقي وویل:«له دې وروسته چې سیاسي هوکړه لیک لاسلیک شوی او د ملي مصالحې عالي شورا رامنځته شوې، طبعاً لومړني ګامونه چې اړتیا ده پورته شوي دي. د افغانستان دولت باید له یوې ځواکمنې اجماع سره د سولې پروسې ته داخل شي.»
هغه سیاسي هوکړه لیک چې په پایله کې یې د ملي مصالحې عالي شورا جوړه شوه؛ د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ له پنځو میاشتو اختلافونو وروسته لاسلیک شوه.