د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د یکشنبې په ورځ (د زمري په ۱نېټه) طلوع نیوز ته وویل چې د هغه موتریز کاروان د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو له خوا په نښه شوی دی.
هغه زیاته کړه چې دغه پېښه نن د سروبي په مانوي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو کسانو د هغه د موټرو پر کاروان برید وکړ چې د هغه په پایله کې د هغه یو وراره چې د هغه ساتونکی هم و، وژلی شوی او یو بل ساتونکی ټپي دي.
خو هغه زیاتوي چې په دغه برید کې، هغه ته زیان نه دی رسېدی.
ښاغلی عبدالقیوم د رسمي کارونونو پسې کابل ته روان وو.
تراوسه د طالبانو په ګډون هېچا دلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.