د ټاکنو د خپلواک کمېسیون وايي چې د نوموړي کمېسیون د سیمهییزو چارو د رییس قلمیار دنده د ټلېفوني خبرو غږیز کسټ ترلاسه کېدو له امله چې په هغې کې یې په ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له یوه رییس څخه ۵۰۰ زره افغانۍ غوښتل شوي ځنډول شوې ده.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس امام وریماچ وايي دغه غږیز کسټ د څېړلو په حال کې دی.
ښاغلي وریماچ زیاته کړه:«دا غږیز کلپ داسې دی، چې تاسې پنځه لکه افغانۍ وباسۍ او د هغه درې لکه داسې کړئ او دوه لکه یې وساتئ او معاشونه داسې ورکړئ.»
په ورته وخت ک د دغه کمېسیون ویاند هم د دغه غږیز کسټ خپرېدل د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا د کارکوونکو ترمنځ شخصي ستونزه بولي.
د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالبدیع صیاد زیاته کړه:«هر څوک چې وي کمېسیون هغه څېړي او کهچېرې داسې کار شوی وي عدلي او قضايي بنسټونو ته به معرفي شي.»
پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د کمزوري مدیریت په اړه اندېښمن دي.
د اکسین بنسټ رییس جانداد سپین غر وايي:«فساد په هر ځای کې دی، خو د ټاکنو په کمېسیون کې فساد ځکه چې یو ډېر مهم او ملي بنسټ دی، پر دغه کمېسیون د خلکو اعتماد له منځه وړي.»
خو ټاکنو د خپلواک کمېسیون سیمهییز مشر قلمیار په ټلېفوني اړیکه کې دا ادعا رد وي او هغه یوه دسیسه بولي.
نوموړی له څو کلونو راهیسې په دې برخه کې کار کوي او په دغه کمېسیون کې له بدلونونو سره سره بیا هم په خپله دنده کې پاتې دی.