د کونړ ځايي چارواکي وايي چې له تېرو درې ورځو راهیسې د پاکستاني پوځیانو ۵۰۰ توغندي راغلي چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي.
د ځايي اوسېدونکو په وینا، پر څلورو ولسوالیو، شګیل، شلتن، دانګام او مرورې ولسوالیو د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې پاکستاني پوځیان توغندي را توغوي چې لسګونه کورنیو خپل کورونه پرېښې او خلکو ته د ځاني زیانونو ترڅنګ مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د شیګل اوسېدونکي مسعود په دې اړه وویل:«د هاوان ځينې مرمۍ او توغندي په استوګنیزو سیمو کې لګېدلي چې تراوسه د هغه په پایله کې یو تن وژل شوی او کابو ۴۰ کورنۍ بېځایه شوي دي.»
د کونړ والي واحید الله کلیمزي په خبره، د پاکستاني پوځیانو د توغندويي بریدونو مسله یې له مرکزي حکومت سره شریکه کړې او په دې تړاو یې لازمو لارښونو ته ځير دی.
ښاغلي کلیمزي زیاته کړه:«دا د دوه هېوادونو ترمنځ یوه موضوع ده. دا موضوع مې له مرکزي حکومت سره شریکه کړې. په دې اړه د اقدام لپاره (د مرکزي دولت) لارښوونې ته په تمه یوو.»
د مدني ټولنې ځايي فعالان له کابله غواړي چې یو ځل بیا د توغندویي بریدونو مسله په جدیت له اسلام اباد سره پرې بحث وکړي او که له ډیپلوماتیو لارو نه حلېږي، نو ورته غبرګون دې وښايي.
په کونړ کې د مدني ټولنې فعال مطیع الله شهاب په دې اړه څرګنده کړه:«د پاکستان د توغندیو توغول له درې ورځو راهیسې دوام لري. تراوسه کابو ۸۰ کورنۍ بېځایه شوي دي. موږ له مرکزي حکومت او نړیوالۍ ټولنې څخه غواړو چې د دغې مسلې لپاره یوه حل لاره پیدا کړي.»
پر کونړ له کالونو کالونو راهیسې پاکستاني پوځیان توغندی وروي او که څه هم اسلام اباد په وار وار له کابل سره د دغو بریدونو د مخنېوي ژمنه کړې ؛خو تل یې دا ژمنې نه دي عملي کړي.