د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ولسمشرۍ ټاکنو اته ورځې وروسته (یکشنبې د تلې په ۱۴مه نېټه) اعلان وکړ چې له ۳۴ ولایتونو د رایو ټولې پایلې پاڼې او بایومټریک دستګاوې کابل ته رسېدلي دي.
د دغه کميسیون د مسوولینو په وینا د رای پاڼو ټولې پایې په خوندي توګه کابل ته انتقال شوې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو مخکې ویلي وو چې ټول هېواد کې ۳۹ زره د بایو مټریک دستګاوې په پام کې نیول شوې دي، خو دا نه ده څرګنده چې په ټاکنو کې له څومره دستګاو کار اخیستل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي یو شمېر دستګاوې ورکې شوې دي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم وايي چې یو شمېر دستګاوې د زورواکو لاسته لوېدلې دي.
هېواد کې ولسمشرۍ ټاکنې د روانې تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې او کابو دوه نیم میلیونو کسانو خپله رایه وکاروله.
ټاکل شوې ده چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې میاشتې په ۲۷مه او وروستي د لړم میاشتې په ۱۶مه نېټه اعلان شي.