د کابل پوهنتون ځینو محصلان د زهرا خاوري د ځان وژنې د پيښې روښانه کېدل غواړي. دوی زیاتوي کهچېرې دا پېښه په جدي ډول ونه څېړل شي د داسې کړنو کچه به زیاته شي.
اخوا د ولسمشر سلاکاره هم د دې پېښې پر جدي څېړلو ټینګار کوي.
دغه زدهکړیالان نن د کابل پوهنتون کې د ملګرو ملتونو سازمان ته په ورته جوړه شوې غونډه کې سره راغونډ شوي وو.
یوه له دغو زدهکړیالانو فاطمه سعیدي وايي:«باید د زهرا خاوري دوسیه وڅېړل شي چې ولې دا پېښه شوې او د کوم دلیل له مخې استادان درې ځله پایلیک یې رد کړ.»
اخوا په نړیوالو اړیکو کې د ولسمشر لوړپوړې سلاکاره فرخنده زهرا نادري چې په دغې غونډه کې ګډون کړی وه د دغې دوسیې پر څېړلو یې ټینګار وکړ.
هغې په ډاګه کړه:«د کابل پوهنتون په څېر په اکاډمیکو او علمي بنسټونو کې چې دا شان ټکان ورکونکې او زړه بوږنونکې پېښې رامنځته کېږي له خپل ژور درد سره کولای شي بې عدالتۍ د تاریخ عبرت کړي.»
دغه راز، یوشمېر ځوانان په پوهنتونونو کې د بېلابېلو توپيري چلند په اړه وايي او د زهرا خاوري د ځان وژنې په اړه د دوسیې پر څېړلو ټينګار کوي.
زهرا خاوري د ویټرنرۍ (څارویو ډاکټرۍ) څانګې د پنځم کال محصله وه څو ورځې وړاندې د دې له امله چې د هغه پایلیک د لارښود استاد له خوا په ځلونو له ردېدو وروسته، د کابل پوهنتون د نجونو په شپهغالي کې په ځان وژنې لاس پورې کوي، خو تراوسه د دغې پېښې اصلي لامل څرګند نه دی.
له دغې پېښې وروسته ځینو زدهکړیالانو په لاریون لاس پورې کړاو د زهرا خاورې د ځان وژنې د روښانه کولو غوښتونکي شول. خو ویل کېږي چې د کابل پوهنتون د نجونو د شپهغالي مدیره او همدارنګه د زهرا د لارښود ښوونکی محکمې ته معرفي شوي دي او په دې اړه تراوسه څېړنې پای ته نه دي رسېدلي.