Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کورنیو چارو وزارت له خوا تړوني شرکتونو ته د پورونو نه ورکول

د کورنیو چاروز وزارت یو شمېر تړوني(قراردادي) ودانیز شرکتونو استازي وایي چې دغه وزارت له دغو تړوني شرکتونونه څخه له درېیو مېلیاردو افغانیو زیات پوروړی دی خو د کورنیو چارو وزارت د دوی پور له کوم دلیل څخه پرته نه ورکوي.

د دغه شرکتونو استازي وايي چې کورنیو چارو وزارت له دوه کلونو راهیسې د دغو شرکتونو درې مېلیارده افغانۍ پوروړی دی.

له کورنیو چارو وزارت سره د یوه تړوني شرکت مالک سید جواد وايي:«کار مو بشپړ کړ اوس چې کورنیو چارو وزارت ته ننوځو زموږ غږ نه اوري، مرستیال صېب له موږ سره نه ویني،ملي شورا ولسمشرۍ ته مو شکایت وکړ هېچا زموږ غږ وا نه ورېد.»

له کورنیو چارو وزارت سره د یوه بل قراردادي شرکت څېښتن وايي:«د تعمیراتو ریاست یې د خریدارۍ په ریاست اچوي، یو بل یې وايي چې بودیجه نه‎لرو کله چې بودیجه دې نه ‎لرله نو په یوه مسلمان ولې کار کوئ.موږ له ډېرو ګواښونو سره کار وکړ او حتا شهید مو ورکړ.»

د دغه شرکتونو استازي وايي چې په سختو او خرابو شرایطو کې یې پوځي تأسیسات،امنیتي پوستې،د روغتونونه،هوايي ډګرونه زندانونه رغولي او بیا رغولي دي او د پیسو د ورکړې لپاره یې هېڅوک غږ نه اوري.

له کورنیو چارو وزارت سره د یوه بل تړوني شرکت څېښتن خواجه غفور څرګنده کړه:«موږ ټول شیان له لاسه ورکړل او هره ورځ قرضداران زموږ کور ته راځي.»

خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل:«هغه ستونزې او اندېښنې او شکایتونوه چې مطرح شوي دي،دغه ټول به وڅېړل شي.دا د کورنیو چارو وزارت د کار او د پروسې له برخې ده چې باید دوی ته رسېدنه وشي.»

د دغو شرکتونو استازي ګواښ کوي که‎چېرې حکومت د هغوی پیسې ور نه کړي،په پراخ لاریون به لاس پورې کړي.

له کورنیو چارو وزارت سره د کابو ۱۶۰ تړون کوونکو شرکتونو استازي د روانې اوونۍ په لړ کې پورونو د نه ورکړې له امله د شکایت لپاره د ملي شورا دروازې تر شاه راغلي دي.

شریک یي کړئ