په ولسي جرګه کې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون له تصویبه کابو دوې اوونۍ تېرې شوې، خو تراوسه هم دغه قانون بې برخلیکه پاتې دی.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني د دوشنبې(د مرغومې په ۲مه نېټه) غونډه کې د دغه قانون د څېړلو لپاره له ګومارل شوي پلاوي غواړي له سترې محکمې او د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار له کمېسیونه د نظر له اخیستو وروسته تر لسو ورځو د دغه قانون برخلیک روښانه کړي.
د ولسي جرګې رییس، میر رحمان رحماني وايي:«د هماغه یوې اختلافي مادې لپاره دې نظر وغواړي او تر لسو ورځو دې د موضوع د قانون برخلیک مالومولو لپاره تالار ته راوړي.»
له دې مخکې هغو کسانو چې دغه قانون ته یې د تایید رایې ورکړې ددغه قانون په هکله هر ډول بحث پاي ته رسیدلی بللی و.
د ولسي جرګې غړې، فاطمه کوهستانۍ زیاتوي:«دغه قانون له هیڅ اسلامي قانون سره مخالفت نلري.»
خو د ولسي جرګې لومړی مرستیال امیرخان یار د شنبې ورځې په ناسته کې دغه قانون د څو اعتراضونو له اوریدو وروسته بې اعتباره اعلان کړ او دغه تصمیم د جرګې د یو شمیر نورو غړو لخوا د قانون پرخلاف وبلل شو.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال، امیر خان یار په دې اړه داسې بیانوي:«د نصاب په نشتوالي کې تصویب شوی دی او د غلطو مالوماتو له مخې چې رییس ته ورکړل شوي دي، ځکه د اعتبار وړ نه دی.»
اخوا د ننګرهار ولایت یو شمیر اوسېدونکي وايي باید ددغه قانون برخلیک روښانه شي او د ولسي جرګې غړي باید زر ترزره په دې اړه پریکړه وکړي.
سنګر، د ننګرهار ولایت اوسېدونکی په دې اړه خپر نظر داسې څرګندوي:«له بده مرغه چې ماشومان درانه کارونه کوي، او بدو کې ورکول کېږي.»
بل اوسېدونکی، ایوب فرحت زیاتوي:«له دې جنجالونو دې تېر شي او قانون دې پلی کړي.»
له بلې خوا د مشرانو جرګې یو غړی وايي د قانون له مخې، له ماشومانو د ملاتړ قانون له تصویب وروسته باید دغه قانون مشرانو جرګې ته ولیږل شي.
د مشرانو جرګې غړی، ګل احمد عظیمي وايي:«هر قانون چې د ولسي جرګې په اکثریت سره ولسي جرګه کې تصویب کېږي هغه دې حتمآ د مشرانو جرګې ته ولیږل شي.»
له ماشومانو د ملاتړ قانون له اتو کلونو وروسته دوې اونۍ مخکې تصویب شو، خو یوه ماده چې د ماشوم عُمر یې په دغه قانون کې اتلس کاله ټاکلی تراوسه جنجالي ده.