Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زابل کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې ۳۸کسانو وژنه

د زابل ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې ۳۸ طالب وسله‎وال وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د زابل والي ویاند، اسلام سیال وايي چې یاد شمېر وسله‎وال د دې ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې مرګژوبله اوښتې ده.

د زابل والي ویاند اسلام سیال وایي، په دغو نښتو کې ۸ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د عملیاتو په اړه د زابل ولایت چارواکو نور جزئیات نه دي ورکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د زابل والي ویاند، اسلام سیال وايي چې لا هم په سیمه کې د وسله والو پر خلاف د افغان ځواکونو پوځي عملیات دوام لري.

شریک یي کړئ